د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۶

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د کابل په حبيبيه لېسه کې د خپلې رايې تر کارونې وروسته وويل:
ټول افغانان دې خپلې رايه وکاروي. ده له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې امن يې برابر کړى دى. ښاغلي غني له امنيتي چارواکو وغوښتل چې په ټاکنو کې مداخله ونه کړي.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په استقلال لېسه کې د خپلې رايې تر کارونې وروسته د انتخاباتو له کميسيونونو وغوښتل چې د انتخاباتو شفافيت ته پام وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني ازادۍ راډيو ته وويل، خلک دې خپلې ملي ګټې مهمې وګڼي او دغو ګټو ته په پام سره دې رايه ورکړي.
که څه هم د تېر پړاو ټاکنو په پرتله په ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو مرکزونه راکم کړل شوي دي، خو په زابل، غزني او ميدان وردګو کې د ټاکنو کمېسيون مسوولين خبر ورکوي چې د دوی په ولايتونو کې د رايې ورکولو پرېمانه مرکزونه پرانيستل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG