د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۲

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

په کابل کې د ازادۍ راډيو خبرياله حميده عثمان وايي، د بي بي مهرو په سيمه کې د خلکو ګډون د تېرو انتخاباتو په نسبت کم دى. هغه وايي دا ځل په سيمه کې د ښځو انتخاباتو محلونه زيات شوي دي.
په فراه کې د ازادۍ راډيو خبريال احمدشاه فطرت وايي، دغه شېبه په انتخاباتو کې د خلکو ګډون په زياتېدو دى او ګڼ کسان په کتارونو کې ولاړ دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی وایي؛ د رایې ورکولو ټولو مرکزونو ته لازم مواد رسول شوي او خلک کولای شي، په پوره ډاډ د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.
د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر وايي دوى هم ښځې هڅوي او په دې يې پوهوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG