د افغانستان د انتخاباتو د امنیتي کمیمسیون چارواکي وایي؛ چې د انتخاباتو په ورځ به د رایه ورکونې د ۷۱۶۹ مرکزونو له ډلې به ۸۱۳ تړلي پاته شي.
د دې کمیسیون مشر جنرال سالم احساس وایي؛ امنیتي ځواکونه د ګواښونو او د ځینو سیمو د لارو د خرابوالي له امله نه شي کولای؛ چې د دغو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.
جنرال احساس د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه ۸۱۳ مرکزونه په کونړ، هرات، بدخشان او نیمروز ولایتونو کې موقعیت لري.
زموږ وروستۍ څيړنې ښيي، چې د انتخاباتو په ورځ به ۶۳۵۶ مرکزونه پرانستي او ۸۱۳ به تړلي پاتې وي؛ موږ دا لست د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارلی او وروستۍ پریکړه د هغوی په لاس کې ده."
تیره یکشنبه د ملي امنیت په شورا کې ویل شوي وو؛ چې د انتخاباتو په ورځ به د رایې ورکونې ۹۰۶ مراکز د امنیتي ستونزو له امله تړلي پاتې شي.
دې اعلان د انتخاباتو د یوشمېر څارونکو ادارو اندیښنې را ولاړې کړې او انتقاد یې وکړ، چې دا د انتخاباتو د عمومي والي اصل ته زیان رسوي او د خلکو په ګډون منفي اغیز کوي.
د راپورونو له مخې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غوښتنه کړې؛ چې د انتخاباتو په ورځ باید د رایه ورکونې ټول ۷۱۶۹ مرکزونه پرانستي وي؛ خو د امنیتي ستونزو له امله یې دغه غوښتنه نه ده منل شوې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم تائید کړې، چې امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د ۹۰۶ مرکزونو له ډلې به ۹۳ هغه د انتخاباتو په ورځ پرانستي وي.
په لومړي پړاو انتخاباتو کې، چې د حمل په شپاړسمه وشول د رایه ورکونې ۷۶۴ مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي وو.
څیړونکي وایي، چې د لومړي پړاو انتخاباتو په پرتله په دویم پړاو انتخاباتو کې د رایه ورکونې د بندو مراکزو شمېر ځکه زیات شوی؛ چې د هوا په ګرمېدو سره د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډیریږي.
راپور: اسدالله لودین