د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

د ایران د اټمي لانجې د پای ته رسیدو په اړه په جینوا کې خبرې پیلیږي


عراقچې وویل، سبا ته له امریکایانو سره په درې اړخیزه غونډه کې به د اروپایي اتحادیي په استازیتوب د دې اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې مرستیاله هیلګا شمیټ ګډون وکړي.
عراقچې وویل، سبا ته له امریکایانو سره په درې اړخیزه غونډه کې به د اروپایي اتحادیي په استازیتوب د دې اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې مرستیاله هیلګا شمیټ ګډون وکړي.
د امریکا، اروپایي اتحادیې او ایران لوړ پوړي چارواکي د ایران د اټمي لانجې د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې سبا ته په جینوا کې خبرې پیلوي.

په دغو خبرو کې د امریکایي پلاوي په ترکیب کې یو شمېرهغه چارواکي شامل دي چې له ایران سره یې مخکې په پټه خبرې کړې وې.

د دغو خبرو په نتیجه کې د دې هېواد او نړېوالې ټولنې ترمنځ د موقتي موافقې د ترلاسه کیدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

یوه ایراني لوړ پوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ایران، امریکا او اروپایي اتحادیې چارواکي د تهران د اټمي پروګرام په اړه دوه ورځنۍ خبرې د دوشنبې په ورځ په جینوا کې پیلوي.

داسې ښکاري چې دا به د ایران د اټمي لانجې د پای ته رسیدو لپاره د هر اړخیزو خبرو د ناکامیدو د مخنیوي لپاره لومړنۍ هڅه وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیرعباس عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته په څرګندونو کې وویل، چې د جینوا په غونډه کې به دغه راز د هغو بندیزونو په اړه هم خبرې وشي چې د دې هېواد په تیلو متکي اقتصاد یې ډیر ځپلی دی.

عراقچې وویل، سبا ته له امریکایانو سره په درې اړخیزه غونډه کې به د اروپایي اتحادیي په استازیتوب د دې اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې مرستیاله هیلګا شمیټ ګډون وکړي.

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو وروستی پړاو تیره میاشت په ویانا کې بې نتیجې پای ته ورسید.

د دواړو خواو ترمنځ اختلافات هله راپورته شول چې پر یو بل یې په روانو کې خبرو کې د غیر واقعي غوښتنو د مطرح کولو ملامتي واچوله.

د دغو خبرو هدف دا دی چې تهران اټمي پروګرام چې شک کیږي د اټمي وسلو د تولید لپاره دی، بند کړي او په بدل کې به یې نړېواله ټولنه پردې هېواد بندیزونه لیرې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیام برنز به له ایراني چاروکو سره د جینوا په خبرو کې برخه واخلي.

برنز هغه چارواکی دی، چې له ایران سره یې د امریکا د پټو خبرو د پلاوي مشري کړې، د هغو خبرو چې په نتیجه کې یې د تیرې نومبر د میاشتې په څلیریشتمه موقتي موافقه رامنځ ته شوه.

د شوې موافقې له مخې ایران او نړېواله ټولنه د جولای د میاشتې ترشلمې نیټې پورې وخت لري چې یوه نهایي موافقه ترلاسه کړي.

د جينوا په دوه ورځنیو خبرو کې د امریکا د پلاوي مشري به چې په کې نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، ښاغلی برنز کوي.
XS
SM
MD
LG