د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

په ټول ننګرهار کې به د انتخاباتو درې سوه درې اتیا مرکزونه فعاله وي


د ننګرهار ولایتي ادارې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د امنيتي ارګانونو مسولینو د سې شنبې په ورځ د ګډې امنيتي غونډې وروسته په خبري ناسته کې ډاډ ښکاره کړ، چې په دې ولایت کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو لپاره يې پوره چمتوالی نیولی.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وویل، چې په ټول ننګرهار کې درې سوه درې اتیا انتخاباتي مرکزونه به فعاله وي او دوی د نورو ګډو افغان امنيتي ځواکونو په همغږی ورته پوره امنيتي تدابير نيولي دي:

"د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې ،چې موږ ته درې سوه درې اتیا مرکزونو لست راکړل شوی،ټول به فعاله وي خلک به د رایه اچونې لپاره په ډاډه زړه ورځي "

د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین وویل، چې ده په دې ګډې امنيتي غونډه کې د ولسمشر کرزي د وروستي صادر شوي فرمان پر اساس امنيتي ارګانونو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته جدي سپارښتنه وکړه،چې د انتخاباتو پر مهال خپله پوره بې طرفي وساتي:

"په دې ناسته کې له امنيتی ارګانونو څخه او په همدې ډول د انتخاباتو ریاست څخه غوښتنه ورکړه،چې د ولسمشر کرزی وروستی فرمان ته درناوی وکړي،چې د انتخاباتو په اړه په بې طرفی ټینګار شوی"

د لومړي پړاو په ټاکنو کې د ننګرهار ولايت د ټاکنو په کميسيون دا نيوکه کيدله چې مسلکي کسان يې نه دې استخدام کړي او يا دا چې يو شمير کارکونکو يې د مشخصو کانديدانو په ګټه کار کاوه، خو په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر خواجه امين الله فضلي وايي، چې تورن او غير مسلکي کسان يې له کميسيون څخه ليرې کړي او پرځای يې تجربه کار او بې طرفه کسان په کار ګمارلي دي:

"زه تاسي ته ډاډ درکوم،هغه کسان،چې د هغوی په اړه نیوکې وې،چې تجربه نه لري یا مشخص لوري ته يې کار کاوه هغه ټول کسان له دندو لرې شوي،او پرځای يې نوی کسان،چې هغوی به په خپله دنده پوره حاکم وي او بې طرفه وي استخدام کړي،انشالله تیرې ستونزې به بیا نه تکراریږي"

په دې خبري ناسته کې په ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزیري پوره ډاډ ښکاره کړ،چې د ملي اردو ځواکونه به په ټاکنو کې بې طرفي ساتي او خپله اساسي دنده،چې د خلکو لپاره د امنیت خوندي توب دی ترسره کوي:

" تاسې ته معلومه ده،چې تېر ځل هم د ملي اردو ځواکونو په پوره ایمانداری خپله بې طرفي ساتلې وه او دا ځل هم ډاډ درکوم،چې د ملي اردو ځواکونه به په هیڅ ډول د چا لپاره کار ونکړي او بې طرفي به حفظ کړي"

دا، چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د جوزا د میاشتې په څلرویشتمه نېټه ترسره شي،امنيتي ارګانونه وايي دوی په پام کې لري،چې د انتخاباتو له ورځې یوه اونۍ وړاندې خپل امنيتي ځواکونه په انتخاباتي مرکزونو کې ځای پرځای کړي، ترڅو له ټول محلونه د امنیت له پلوه خوندي وساتل شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG