د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف وایي، سره له دې چې تیره اونۍ د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د خبرو پړاو له ستونزو ډک و؛ خو بیا هم د دې امکان شته چې د اټومي مسالې په اړه نهایي موافقه ترلاسه شي.
ظریف په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې؛ د موافقې امکان شته، خو دغه هدف ته باید یوڅه انتظار وایستل شي او په دې برخه کې رامنځ ته شوی فرصت باید بیا لکه د ۲۰۰۵ کال په څیر له لاسه ونه وځي.
ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو د اټومي خبرو څلورم پړاو پرته له دې چې د پام وړ پرمختګ په کې وشي؛ د تیرې جمعې په ورځ په ویانا کې پای ته ورساوه.
بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او د امریکا متحده ایالات او جرمني چې د پنځه جمع یو ډلې په نوم یادیږي؛ له ایرانه غواړي چې خپل اټومي فعالیتونه په ډیره پیمانه کم کړي او هیڅ داسې پروسه پرینږدي چې؛ کیدای شي د اټم بم جوړولو لپاره ترې کار واخیستل شي او هم نړیوال په اسانۍ هغه وڅاري.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د اټومي خبرو ستر مرکچي عباس عراقچي وویل؛ د دواړو خواو ترمنځ اختلاف زیات وو؛ چې له امله یې د یوې نهایي موافقی لپاره د مسودې پرمتن توافق حاصل نشو.
یوه لوړرتبه امریکایي چارواکي وویل چې؛ دا ډيره ورو او سخته پروسه وه او موږ دې ته اندیښنه لرو چې؛ نهایي موافقې ته د رسیدو لپاره وخت کم پاتې دی.
یوه بل لویدیځ ډیپلوماټ دې اژانس ته وویل چې؛ ژور اختلافات تراوسه پورې په خپل حال پاتې دي؛ موږ له له مقابل لوري د یوڅه زیات شفافیت تمه لرله او دوی دې ته اړ تیالري چې حقیقي وضعیت درک کړي.
دواړو خواوې غواړي، چې په دې اړه د جولای ترشلمې پورې یوه نهایي موافقې ترلاسه کړي. دغه نېټه د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ په هغې موقتې موافقه کې تعین شوې چې؛ د تیرې نومبر په میاشت کې ترلاسه شوې ده.
د دغې موافقې له مخې ایران په موقت ډول د شپږو میاشتو لپاره د یورانیمو د غني کولو حساس پروګرام بند کړی او نړیوالې ټولنې هم پردې هیواد بندیزونه نرم کړي دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ایران چې له دې انکار کوي د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی؛ د دې لپاره چې نړېوالو ته د خپل اټومي پروګرام په اړه نور امیتاز ورکړی؛ پر دې هیواد د ملګروملتونو او لویدیځ له لوري د لګول شویو ټولو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي. دغو بندیزونو د ایران پراقتصاد ډېر ناوړه اغیز کړی دی.