د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس په يوه راپور کې وايي، د اتمي وسلو په هکله د ايران او د نړۍ شپږو سترو هېوادونو ترمنځ په ويانا کې خبرې په ښه توګه روانې دې.
خو د ايران يوه چارواکي وويل، چې دا خبرې ورو او په مشکل سره پر مخ ځي.
د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، د ای ايس اين اې په نامه يوې خبري رسنۍ د ايران د خبرو اترو د ټېم د يوه لوړ پوړي غړي عباس عراقچي له خولې، چې په ويانا کې يې په دې غونډه کې ګډون درلود، وايي:
دا خبرې په ښه فضا کې د ښه نيت پربنسټ پرمخ روانې دي، خو خبرې ډيرې په سستی او مشکل سره پر مخ ځي.
په ويانا کې دا خبرې د ايران پر اتمي هلو ځلو د دايمي توافق لپاره د چارشنبې په ورځ پيل شوې وې. خو دا تراوسه څرګنده نه ده چې دې خبرو څرنګه پرمختګ کړی دی.
دا خبرې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشرې کاترين ايشټن له خوا د شپږو سترو هېوادونو په استازيتوب په ويانا کې وشوې.
د ميرمن اشټن وياند مايکل من چې دې خبرو ته به د جمعې په ورځ ادامه ورکړل شي.
وياند مايکل من، د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشر او د شپږو سترو هېوادونو مشر مذاکره چې د ټويټر له لارې ويلي دي چې دې خبرو ته به د جمعې په ورځ ادامه ورکړل شي.
بریتانيه، چين، فرانسه، روسيه، امريکا او جرمني له ايرانه غواړي چې خپلې اتمي هلې ځلې پر شا بوزي څو ورته د اټمي بمونو جوړول ناممکنه شي.
که دا خبرې اترې کاميابه شي، ايران او امريکا به له ۳۵ کاله وروسته خپل منځي اړيکې بيرته سمې کړي.
د ايران او امريکا اړيکې له هغه وروسته خرابې شوې وې چې د اسلامي انقلاب په نتيجه کې د ايران پادشاهي نظام چې د امريکا له خوا يې ملاتړ کيدی له منځه ولاړ.
خو که چېرې دا خبرې ناکامه شي، په سيمه کې به کړکېچ رامنځته شي او د اتمي وسلو سيالي به پیل شي.
په دې غونډه کې دواړه لوري غواړي د جولای تر ۲۰م پورې موافقې ته ورسيږي.
په دې ورځ د هغه موقتي موافقه ليک وخت پای ته رسيږي، چې له مخې يې ايران خپل ځيني فعاليتونه چې غربي هېوادونو يې د بنديزونو د پای ته رسېدو د پاره غوښتنه کوله، ودرول.
د دې توافقنامې په بدل کې ايران له ملګري ملتونو او غربي هېوادونو له خوا بنديزونو د ختمولو غوښتنه کوي. دې بنديزونو د ايران اقتصاد ته ډېر تاوان رسولی دی.