د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د ازادۍ راډيو خبريال اجمل ارين وايي په بدخشان کې هم انتخابات په ارامه فضا کې ترسره شول.
په کابل کې د انتخاباتو يو مرکز
په کابل کې د انتخاباتو يو مرکز
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د رایې ورکولو د ورځې غرمه مهال وویل، چې دوه سوه شکاتیونه ور رسیدلي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون وایي، چې خلک کولای شي خپل شکایتونه د دوشنبې د شپې تر دولسو بجو پورې د دې کمیسیون مرکز او ولایتي دفترونو ته له اسنادو سره ورسوي.

د رایې ورکولو د ورځې په غرمه مهال د دې کمیسیون غړي او ویاند نادر محسیني چې تر اوسه دوه سوه شکایتونه ور رسیدلي چې وبه څیړل شي.

ښاغلي محسیني وویل، چې د دوی کمیسیون ته به یواځې مستند اسناد د منلو وړ وي.

هغه وویل، چې که دوی ته د تقلب په اړه ویډیو ګانې، تصویرونه او اسناد وړاندې شي نو به یې وڅيړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د انتخاباتي شکایاتونو کمیسیون ته د انتخاباتو په ارتباط کومه مساله ډیره د اندیښنې وړ ده.

ښاغلي محسیني وایې، چې په انتخاباتي سایټونو کې د شکایاتو د درج ځانګړي فورمې شته چې هر اوسیدونکي کولای شي هغه ډکې او خپل شکایات تر کمیسیونه ورسوي.

محسیني وویل، چې دوی ته رسیدلي شکایتونه به ډیر ژر وڅیړل شي.
په کاپيسا کې ځينې کسان شکايت کوي چې پر ځينو مرکزونو زورواکي واک لري

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG