د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
پروان: د جبل سراج ولسوالي په مرکز کې د ښځینه او نارینه وو د لیسو څنګ ته دوې چاودنې وشوې. په دغو لیسو کې د رایي ورکولو مرکزونه دي.

دې چاودنو څه زیان نه دی اړولی.
حامد کرزی: خلک دې له خطرونو سره سره رایه ورکړي

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له پیلیدو سره سم ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د اماني په لیسې کې خپله رایه ورکړه.

په دې لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته له ولسمشر سره د هغه مرستیالان لومړی مرستیال یونس قانوني، د کابنیې ځینې غړي او یو شمیر جګپوړي چارواکي هم ورغلي و.
هلمند:
شل کمې اته بجې رایي ورکول پیل شول. په ځینو سیمو کې لا رایي ورکول نه دې پیل شوي، لکه د مارجې په ولسوالي کې.

په لَښکرګاه کې نارینه او ښځینه رایي ورکوي. د ښځو شمیر زیات دی.
کابل: د کابل په ځینو سیمو کې یو شمېر هغه کسان چې په موټرو کې راځي موټر د انتخاباتو د مرکزونو نژدې ودروي، چې له دې سره امنیتي ځواکونه اندیښمن کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG