د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۵

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د ازادۍ راډيو خبرياله جميله ظريف وايي، د کابل په درېيمه ناحيه کې د رايو ورکولو مرکز وتړل شو. اوس د رايو شمېرل پيل شوي دي.
په کابل کې د رايې ورکولو بهير
په کابل کې د رايې ورکولو بهير
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل يوه کنفرانس ته وويل، د شپې له خوا په رايو کې د درغلۍ امکان نه شته.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د رسنيو په مرکز کې د ازادۍ راډيو خبريال اسد الله لودين وايي، د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل يوه کنفرانس ته وويل، هغه کسان چې د رايې ورکولو د مرکزونو په وړاندې کتار دي، کولاى شي تر ٥ بجو وروسته هم خپلې رايې وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG