د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۶

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، ځيني انتخاباتي مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي. د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، په چپې درې، دانګام او مرورې ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا په انتخاباتي مرکزونو باندې ډزې شوي چې له امله یې دا مرکزونه تړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي په انتخاباتو کې يې د درغلۍ په تور شپږ کسان نيولي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني وايي په تاله و برفک ولسوالۍ کې وسلوالو مخالفانو د رايې د وو ساحو صندوقونه اوبو ته اچولي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني وايي که چېرې کوم کانديد نن (د چوپتيا په دوره) کې کمپاين کوي، بايد له دې کاره ډډه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG