د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۷

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
په تخار کې د ښځو ونډه ډېره زياته ده.
په تخار کې د ازادۍ راډيو خبريال اجمل ارين وايي، د تېرو انتخاباتو په پرتله دا ځل زيات خلک په انتخاباتو کې برخه اخلي.
فایننشیل ټایمز ورځپاڼه ليکي: "د رایي ورکولو له ۷ زره او شل مرکزونو څخه به په سلو کې لس تړلي پاتي وي او د دې امکان هم شته چې د انتخاباتو په ورځ دا شمیره لوړه شي"
د پاکستان مشرق ورځپاڼې ليکلي:
" که څه هم نن به په ټول افغانستان کې د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې انتخابات ترسره شي، خو سره له دې هم په انتخاباتو کې د درغلۍ وېره موجوده ده او ښايي درغلي وشي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG