په پکتيا کې خلک شکايت کوي چې زورواکي يې دې ته اړ باسي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.
د ميدان وردګ په سيد اباد ولسوالۍ کې دوه دولتي کارکوونکي د ولسمشرۍ يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور ونيول شول.
په ننګرهار او لغمان کې د انتخاباتو په پروسه کې د ښځو ونډه هم زياته ده.
په لغمان کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينوارى وايي، د انتخاباتو بهير ښه روان دى. د تمې خلاف زيات کسان انتخاباتو ته روان دي. خو د رايې ورکولو مرکزونه کم دي.