د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د ازادۍ راډيو يوه اورېدونکي خيبر افغان ليکلي: د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د رايو پاڼې کمې دي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مشر ستار سعادت وايي، که هرڅوک په انتخاباتو کې سرغړونه يا درغلي ګوري، عکس يا ويډيو دې ورڅخه واخلي او له موږ سره دې شريک کړي.
د انتخاباتو ځينې ګډونوال شکايت کوي، چې د رايې ورکولو په اړه بشپړ پوهاوى نه ورکول کېږي، ځينو کسانو بې له دې چې د رايې پر پاڼه د خپلې خوښې کانديد په نښه کړي، خپلې رايې يې سپينې کارولي دي.
د ملي امنيت د عمومي رياست وياند لطف الله مشعل ازادۍ راډيو ته وويل د انتخاباتو د امن لپاره افغان امنيتي ځواکونو لازم تدابير نيولي دي.
ده له خلکو وغوښتل چې په ډاډه زړه دې د رايې ورکولو مرکزونو ته ورشي او خپلې رايې دې وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG