د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر د خپلې رايې د کارونې پر مهال له ښځو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او له خپل حق څخه استفاده وکړي.

د کابل په شهرنو سيمه کې د ازادۍ راډيو خبرياله ليزا حيدري وايي، په دې سيمه کې د رايې ورکولو په پروسه کې د ښځو ونډه کمه ده.
رايه ورکول زما حق دى. غواړم په خپلې رايې سره خپل راتلونکى مشر وټاکم. د غزني اوسېدونکي سيف الله ازادۍ راډيو ته ويلي
د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون مشر عبدالستار سعادت ازادۍ راډيو ته وويل په انتخاباتو کې د درغليو امکان شته خو د مخنيوي لپاره يې تدابير نيول شوي دي. ده وويل خلک کولاى شي خپل شکايتونه په رسمي ډول درج کړي.
په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى وايي، د رايې ورکولو په ښځينه مرکزونو کې نارينه څارونکو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG