کونړ: سخت باران وو، خو په اووه نیمو بجو د راییو مرکزونه په اسعد اباد کې پرانیستل شو او ښځې او نارینه په کتارونو کې ولاړ دي رایي ورکوي.
فاریاب: په میمنه کې خلک شپږ نیمې بجې په کتارونو کې ولاړ وو، څو رایي ورکړي او رایي ورکول په اووه بجو شروع شول.
کابل: د کابل په ځینو سیمو کې یو شمېر هغه کسان چې په موټرو کې راځي موټر د انتخاباتو د مرکزونو نژدې ودروي، چې له دې سره امنیتي ځواکونه اندیښمن کیږي.
هلمند:
شل کمې اته بجې رایي ورکول پیل شول. په ځینو سیمو کې لا رایي ورکول نه دې پیل شوي، لکه د مارجې په ولسوالي کې.
په لَښکرګاه کې نارینه او ښځینه رایي ورکوي. د ښځو شمیر زیات دی.
شل کمې اته بجې رایي ورکول پیل شول. په ځینو سیمو کې لا رایي ورکول نه دې پیل شوي، لکه د مارجې په ولسوالي کې.
په لَښکرګاه کې نارینه او ښځینه رایي ورکوي. د ښځو شمیر زیات دی.