د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
کابل، کوته سنګي:
رایي ورکول پیل شوې دي او دلته د ښځو شمیر زیات دی.
کابل:
حامد کرزي د اماني په لیسې کې له خپلو مرستیالانو سره راییه ورکړه.
هرات:
د هرات په ښار کې په اوونیمو بجو رایي ورکول پیل شول او د ازادي راډيو خبریال وویل، چې ګڼ خلک په کتارونو کې ولاړ دي رایي ورکوي.
مزارشریف:
په مزارشریف کې رایي ورکول اووه نیمې بجې پیل شول. د ازادي راډيو خبریال وایي چې د خلکو دلچسپي ډيره ښکارې او امنیت تامین دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG