د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د انتخاباتو د کمیسون مشر یوسف نورستاني د کابل د حبیبې په لیسه کې راییه ورکړه او له دې سره د رایي ورکولو بهیر پیل شو.
په بلخ کې: په مزارشریف کې د ازادۍ راډیو خبریال مجیب الرحمن حبیب زی وايي، دغلته هم د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو پر مرکزونو د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه وه، خو تر اوو بجو او شلو دقیقو لا رسما د رايي ورکولو بهیرنه وو، پیل شوی او خلکو شکایت کاوه چې د رايي د مرکزونو مامورین باید زر تر زره دا بهیر پیل کړي.
په کندهار کې لا د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو بهیر نه و پیل شوی

له کندهار څخه د ازادي راډیو خبریال صدیق ريښتینی وايي، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د سهار په اوو بجو د انتخاباتو د مرکز مخې ته خلک د رايي ورکولو په کتار کې ولاړ دي، خو لا د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو بهیر نه وی پیل شوی او خلک په انتظار ولاړ وو.
د رايي ورکولو بهیر د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سهار په اوو بجو پیل شو

د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو لپاره د رايي ورکولو بهیرد کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سهار په اوو بجو پیل شو.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د انتخاباتو کمیسون به نن د دولسو بجو پر مهال خبریالانو ته د رای ورکولو تازه معلومات ورکړي او بیا به مازیګر شپږ بجې کله چې د رایو ورکولو بهیر پای ته ورسیږي د انتخاباتو خپلواک کمیسون به یوځل بیا په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته د رایي ورکولو د ورځې په اړه معلومات ورکړي .

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال زبیر ژمن وايي، چې د رايي ورکونکو د امنیت لپاره په کابل ښارکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوې او ځای پرځای امنیتي ځواکونو د تالاشیو پوستي جوړي کړي او د ښارځینو سیمو ته د موټرو په ورتګ بندیز لګیدلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG