د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

زلمی رسول: د خوست کرنې سکټور ته به پرمختیا ورکړم



نجیب الله الوخېل

د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د خوست په ملي لوبغالي کې د ولسمشری نوماند زلمي رسول په ملاتړ پراخه غونډه جوړه شوې وه، د غونډې ځای د افغانستان په ملي بیرغونو، د ډاکټر زلمي رسول او په ملي شورا کې دده د پلوي یو شمېر غړو په انځورونو مزین ګرځیدلی وو.

د زلمي رسول په پلوی یاده غونډه کې د خوست د بیلابیلو سیمو ګڼو خلکو، روڼ اندو او د نوموړي نوماند پلویانو برخه اخیستې وه، همدارنګه د زلمي رسول سره په یاد سبفر کې د ده د ټاکنیز بهیر یو شمېر چارواکیو هم مله ول.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون رئیس او په خوست کې د ډاکټر زلمي رسول د ټاکنیز دفتر مشر سناتور عارف الله پښتون په مخکې وخت کې خوست ته د زلمي رسول د ځنو ځانګړو خدمتونو یادونه وکړه، ده وویل چې ډاکټر زلمي رسول په باندینیو چارو وزارت کې یو شمېر ځوان دیپلوماتان په دندو وګمارل، همدارنګه يې په خوست کې د یاد وزارت مستقله نماینده ګي پرانیسته او د خوست د راتلونکې پرمختګ له پاره هم ښې برنامې لري:

"اوس چې موږ په بهرنیو چارو وزارت کې اته تنه ځوان دیپلوماتان لرو، دا دده برکت دی، دویم دا چې هر کله زلمي رسول کویت، دوبۍ، اماراتو، سعودي او قطر ته سفرونه وکړل، بیا هم دی په دې پوۍ شو، چې په نوموړو هېوادونو کې د خوست د سیمې خلک میشت دي، نو ډېره مهمه ده چې په خوست کې باید د خاجه چارو نماینده ګي هم موجوده وي هماغه وو، چې دلته يې یاده اداره پرانیسته."

د ولسمشری نوماند ډاکټر زلمي رسول خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، چې دوی د هېواد د راتلونکې مشری له پاره په ملي کچه ټیم لري او که چیرې خلک ورباندې راتلونکې زعامت ته باور وکړي، نو د خوست د پرمختګ له پاره به یو شمېر مشخص فعالیتونه ترسره کړي.

زلمي رسول په ځانګړي ډول خوست کې په نړیوال معیار د هوايي ډګر او د هوايي ډګر د ترمینل جوړول، د برښنا د تولید له پاره د دریو بندونو جوړول، د غلام خان بندر د ترانزیټ او د کرنې د میکانیزه کیدو په باب د مشخصو برنامو یادونه وکړه:

"تاسو سره داسې وعدې کوم، اول د خوست هوايي ډګر په نړیواله کچه سره نړیوال معیار لرونکی ترمینل جوړوم، په خوست کې به د اوبو درې بندونه د برښنا د تولید له پاره جوړوم، انشاالله د خوست او غلام خان سړک به ترانزیټ ګرځوم، په خوست کې د زراعت د انکشاف له پاره مناسبې ځمکې او اوبه دي، چې موږ په خپلو انکشافي پروګرامونو کې هغه ته ځای ورکړی دی."

د یادونې وړ ده له زلمي رسول وړاندې ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم خوست ته د خلکو د ملاتړ د خپلولو له پاره ورغلي ول، ټاکل شوې په افغانستان کې راروانې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.
XS
SM
MD
LG