د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

اسراييل: له ایرانه د غزې په لور روانه بیړۍ به "ایلیت" بندر ته ورسیږي


اسراییل وايي، هغه بیړۍ به چې له ایرانه د غزې په لور روانه وه او پرمختللي راکټ په کې لیږدول کیدل، د شنبې په ورځ د اسراییل(ایلیت) بندرته ورسیږي.

فرانس پرېس اژانس وايي، دا بیړۍ په سره بحیره کې د اسراییل د پوځ سمندري ځواکونو نیولې ده.

یوه اسراییلي جنرال موتي المز نن د دې هېواد د پوځ راډیو ته وویل، چې دا بیړۍ اوس د سوډان د بندرپه شمالي سیمه کې ده او د شنبې په ماښام به د ایلیت بندر ته ورسیږي.

د فرانس پریس په حواله، جنرال موتي المز ویلي چې په دې بیړۍ کې زیات شمېر (M302-Type) دوله راکټونه چې له یونیم تردوه سوه کیلو مترو لیرې واټن ویشتلای شي، لیږدول کیدل.دې اسراییلي جنرال ویلي:

"بیړۍ د شنبې په ماښام دلته را رسیږي نوهغه وخت به وکتل شي چې نور څه ډول وسلې او مهمات په کې شته."

اسراییلي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ دا بیړۍ په سره سمندرګي کې د ایریتریا او سوډان ترمنځ په اوبو کې ونیوله.

اسراییلي ځواکونه ادعا کوي، چې په بیړۍ کې د سوریې ساخت وسلې د ځمکې له لارې ایران ته لیږدول شوې او بیا د سمندرله لارې په غزه کې وسله والو فلسطینیانو ته استول کیدې.

اسراییل د دې وسلو د نیول کیدو له مسالې پر غربي هېوادونو چې د تهران سره د اټمي پروګرام په اړه خبرې کوي، د فشار راوستلو لپاره کار اخلي.

د اسراییل دولت له ډيرې مودې راهیسې پر ایران او سوریه تور لګوي چې د حزب الله ډلې او فلسطیني وسله والو ته پوځي مرستې کوي.

د اسراییل د پوځ د ویاند دفترنن پرټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې په هغه بیړۍ کې چې تازه نیول شوې داسې راکټ لیږدول کیدل چې د اسراییل په هره سیمه کې اهداف ویشتلای شي.

خو یوه لوړ رتبه ایراني چارواکي د العالم په نوم ټلویزیون ته چې له تهرانه په عربي ژبه خپرونې کوي، ویلي چې د اسراییل د پوځ دا رپوټ هیڅ اساس نه لري.

اسراییلي ځواکونو پرون وویل، چې د حزب الله د ډلې پر هغو دوو وسله والو یې حمله کړې چې د اسراییل او سوریې پولې ته نږدې یې د بم ایښودلو هڅه کوله.

رپوټونه وايي، چې اسراییل تیره اونۍ د لبنان په خاوره کې د حزب الله د ډلې پر غړو چې ایران یې ملاتړ کوي، بمي حمله وکړه چې له ۲۰۰۶ (م) کال راهیسې ساری نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف هم نن پنجشنبې وویل، چې د اسراییل دا ادعا حقیقت نه لري.
XS
SM
MD
LG