د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هېواد ترمنځ نوي مذاکرات


د ایران او د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین د استازیو ترمنځ په ویانا کې خبرې پیل شوې.

د ایران او امریکا استازیو په ویانا کې د دې خبرو ترڅنګ په خپلو کې نوي دقیقې خبرې وکړې. د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ولسمشر په توګه د روحاني تر انتخابیدو مخکې داسې خبرې ممکن نه وې.

له ایران سره د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړیو او جرمني د استازیو په خبرو کې پرمختګ تر ډیره د تهران او واشنګتن تر منځ تفاهم ته اړتیا لري.

وروسته تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډي شیرمن له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره خبرې وکړې یوه دیپلومات چې د نوم له اخیستو ډډه کوله رویټرز اژانس ته وویل چې موږ د خبرو په پیل کې یوو.

ویندي شیرمن د امریکایي پلاوي مشري کوي او د ا یران د هیات مشران د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او عباس عراقچي دي.

وروسته تردې چې په نومبرمیاشت کې ایران د نړۍ له پیاوړیو هېوادو سره یوې موافقې ته ورسید دا د دواړو خواوو ترمنځ په لوړه کچه لومړې خبرې دي.

ایران په نومبر کې ومنله چې د شپږو میاشتو په موده کې به خپل یو شمېرحساس اټمي فعالیتونه د دې په بدل کې کم کړي چې بندیزونه پرې سست شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې هم په دې خبرو کې ګډون کړی دی، د دې ویاند مایکل مان چې په دې خبرو کې یې برخه لرله، وویل:

"دا د خبرو یو سلسله ده، وروستۍ نتیجه یې د خبرو تر پرمختګ پورې ده. څرنګه چې ما په پیل کې وویل، فکر کوم چې لومړی هدف دا دی چې یو عملي چوکاټ جوړ شي څو خبرې په اسانۍ مخې ته ولاړې شي، خو اوس زما لپاره ګرانه ده چې د دې پړاو د خبرو د نتیجې په اړه څه ووایم"

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي دې خبرو ته خوشبیني څرګنده کړه:

"موږ له لویه سره یوه ښه پیل درلود"

دا خبرې ښایي دوه یا درې ورځې نور هم دوام و کړي. رویټرز اژانس څرګندوي چې دا خبرې ډیرې مهمې دي او که چیرته بریالۍ شي نو د لویدیځ او ایران تر منځ به څو کلنه دښمني پای ورسیږي، په منځني ختیځ کې به د یوې احتمالي جګړې مخه ورسره ونیول شي او لویدیځوالو ته به زمینه برابره شي چې په ایران کې پانګونه وکړي.
XS
SM
MD
LG