د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۶

ایران ګواښ کړی چې له وسلوالو سره د مبارزې لپاره به پاکستان ته سرتیري واستوي


ایران ګواښ کړی چې له یاغي وسلوالو سره د مبارزې لپاره به د پاکستان خاورې ته سرتیري واستوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ، چې تیره اونۍ یوې وسلوالې ډلې د ایران څو پوله ساتي سرتیري یرغمل او د پاکستان خاورې ته وتښتول.

د جیش العدل په نوم دې ډلې تردې مخکې هم پر ایراني پوله ساتو د بریدونو مسولیت منلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، که چیرې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ سیمه کې د وسلوالو پرضد اقدام ونه کړي، ایران به د پاکستان دې نا ارامه سیمې ته سرتیري واستوي.

عبدالرضا رحماني فضلي، دا څرګندونې د پاکستان په بلوچستان کې د یوې وسلوالې ډلې له خوا د ایراني پوله ساتو سرتیرو د یرغمل کولو په عکس العمل کې کړي دي.

تیره اونۍ د جیش العدل په نوم یوې وسلوالې ډلې د ایران د یرغمل شویو پوله ساتو سرتیرو عکسونه په فیسبوک کې خپاره کړل.

جیش العدل ادعا کړې چې؛ دا سرتیري یې د ایران د سیستان بلوچستان ایالت څخه تښتولې دي.

ایران وايي، د دې ډلې مشر او غړي په پاکستان او ښايي د افغانستان ځینو برخو کې پټ وي.

اوس د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، له پاکستان څخه یې غوښتي دي چې د ایراني سرتیرو په خوشې کولو او د دوی د یرغمل نیونکو د نیولو لپاره اقدام وکړي، که نه تهران به خپله لاس په کار شي:

"موږ د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې په جدیت او ډیر ځواک له دې مسالې سره چلن وکړي، کنه بیا دې ایران ته اجازه ورکړي چې ایران د پاکستان او افغانستان په خاوره کې د سیمې امنیت تامین کړي.

موږ اوس د یو دقیق او سم ځواب په تمه یوو، که تر لاسه مو نه کړ، موږ دا خپل حق ګڼو چې مداخله وکړو او د خپل امنیت لپاره یوه نوې امنیتي فضا رامنځ ته کړو."


د ایران د کورنیو چارو وزیرعبدالرضا رحماني فضلي د افغانستان او پاکستان په خاورو کې د وسلوالو فعالیتونه د ایران د امنیت لپاره ګواښ وبلل.

نوموړي وویل، افغانستان او پاکستان له ایران سره د دې هېوادونو پر سرحدي سیمو هیڅ ډول کنترول نه لري:

"هغه خوا ته زموږ دوه هېوادونه افغانستان او پاکستان دي چې، اصلا پر خپلو جغرافیوي حدودو په ځانګړې توګه موږ سره پر پوله پرتو سیمو واک نه لري.

دا چې دوی پر دې سیمو تسلط نه لري، نو د اشرارو، د نشه يي موادو قاچاقچیانو او هغو کسانو د راټولیدو پر ځاله بدلې شوې دي چې؛ په افغانستان کې له دې امنیتي خلا څخه د ناوړه استفادې په هڅه کې دي."


تیره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان شارژدافیر ورغوښتی و او د نوموړې په وسیله یې له اسلام اباد څخه وغوښتل چې د جیش العدل د وسلوالو خلاف جدي او عملي اقدامات وکړي.

د جیش العدل په نوم ډله یوه سني ډله ده چې د نومبر په میاشت کې یې د یو ایراني څارنوال د وژنې مسولیت پر غاړه اخیستی و.

دې ډلې د اکتوبر په میاشت کې هم څوارلس ایراني سرتیري په یو کمین کې وژلي وو.
XS
SM
MD
LG