د امریکا ولسمشربارک اوباما د کانګرس له غړیو وغوښتل چې د ایران په اړه ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړي او نورپردې هیواد د اټومي پروګرام په خاطرنوي بندیزونه ونه لګوي.
د امریکا ولسمشروایي، له ایران سره موقته موافقه د فرصت دروازه پرانیزي.
بارک اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ د امریکا د کانګرس غړي غواړي پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.
اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې؛ که چېرې تهران د موقتې موافقې پراساس خپل تعهدات پر ځای نه کړي، دی به دې هیواد ته د سزا ورکولو د اقداماتو ملاتړ وکړي.
ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو په سویس کې د تیرې شنبې او یکشنبې د ورځو په خبرو کې موافقه وکړه چې؛ هغه موقته شپږ میاشتنۍ موافقه به د جنوري له شلمې عملي کیږي چې؛ له مخې یې ایران د خپل اټمي پروګرام ځینې برخې بندوي او لویدیځ هم پر دې هېواد بندیزونه کموي.
د امریکا د کانګرس هغه غړي چې پر ایران د بندیزونو لګولو مسوده یې ترتیب کړې؛ وایي چې، له ایران سره وروستۍ موافقې پردې هېواد د نویو بندیزونو لپاره د ملاتړپه برخه کې د دوی کارستنونزمن کړی دی.
ایران خبرداری ورکړی چې؛ که نوي بندیزونه پرې ولګول شي؛ له اټمي خبرو به ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پرون له ایران سره د ډیپلوماټیکو لارو په اړه د کانګرس له یوشمېرغړیو سره خبرې وکړې او ولسمشر اوباما هم له ایران سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه سبا ته ټول ډموکرات سناتوران سپینې ماڼۍ ته وربللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل؛ امریکایي قانون جوړونکو ته به ډیرژرله ایران سره د شوې موافقې د پټو جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شي.
کارني دغه راز یوځل بیا د واشنګټن پردریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د شپږو میاشتو په ترڅ کې باید ډیپلوماټیکې هڅې مخ ته ولاړې شي ترڅوله ایران سره یو هر اړخیز توافق حاصل شي.
"موږ پوره ډاډه یو چې تهران په دی پوه دی چې که د شوې موافقې د تطبیق په برخه کې د خپلو ژمنو په عملې کولو کې ناکامه شي؛ یا هم یوه هراړخیزهواري ته په رسیدو کې پاتې راشي؛ د دې کار په نتیجه کې به متحده ایالات او نړیواله ټولنه اقدام وکړي."
د نړۍ قدرتونه شک کوي چې ایران د خپل اټمي پروګرام ترچترلاندې د اټمي وسلو د تولید لټه کوي؛ خو تهران دغه تورونه ردوي.