د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د نړۍ د ۶قدرتونو سره د ایران خبرې له ستونزو سره مخ شوي


د ایران د اټمي سنټر فیوژونو په اړه اختلافاتو د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو سره د دې هېواد خبرې اترې له خنډونو سره مخ کړي دي.

سنټرفیوژونه هغه ماشینونه دي چې؛ د اټمي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره یورانیم غني کوي او که په لوړه درجه یې غني کړي نو په اتمې وسله کې ترې کار اخیستل کېدای شي.

د نومبرپه میاشت کې ایران او د نړۍ شپږو پیاوړو هېوادونو اعلان وکړ چې د ایران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه د یو وروستي توافق غوښتونکې دي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړي هېوادونو ترمنځ د نومبر په میاشت کې د شوې موافقې د عملي کولو پرسر خبرې اترې، د ایران د اتمي سنټر فیوژونو په اړه اختلافاتو له ستوتزې سره مخ کړي دي.

د نومبر په میاشت کې دواړو خواوو موافقه کړې وه چې ایران به خپل اتومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې لویدیځ پر دې هېواد لګیدلې بندیزونه راکموي.

په خبرو اتروکې د نوو خنډونو په اړه د چارشنبې په ماښام ډیپلوماټانو رسنیو ته څرګندونې کړي.

راپورونه وايي، د اتومي سنټر فیوژونو په اړه وروستي اختلافات هغه ستونزې په ګوته کوي چې ایران او د نړۍ پنځه جمع یو هېوادونه ورسره د نومبر د څلور ویشتمې نیټې د موافقې په عملي کېدو کې مخ دي.

که چېرې دوي د دې اختلافاتو په هواري بریالي شي نوله دې سره به د ایران او لویدیځ ترمنځ د ایران د اتمي پروګرام پرسرلس کلن جنجال پای ومومي.

ځینو ډیپلوماټانو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي رسنیو ته ویلي، له هغو اختلافاتو چې د موقتې موافقې له مخې باید په سیاسي بحثونو کې هوار شي یو هم د نویو سنټرفیوژونو مساله ده چې ایران وايي، په خپلو اتومي تاسیساتو کې یې ځای پرځای کړي.

رویټرز خبري اژانس د یو ډیپلوماټ له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي:

"یوه مساله چې د ډیسمبر په نولسمه او شلمه نیټه یې هم د دواړو خواوو د تخنیکې هییتونو ترمنځ خبرې اترې ودرولې د همدې اتومي سنټر فیبوژونو د برخلیک مساله ده.“

خو یو شمېر نور ډیپلوماټان وايي، په ډیسمبرمیاشت کې د خبرو اترو ځنډیدل د کریسمس او نوي کال د رخصتیو له امله و.

سنټرفیوژونه هغه ماشینونه دي چې؛ د اتومي انرژۍ لپاره یورانیم تصفیه کوي.

که چېرې یوارنیم په لوړه درجه غني شي کېدای شي چې ترې په اتومي وسله کې کار واخیستل شي.

د نومبر په څلور ویشتمه نیټه د دواړو خواوو ترمنځ د شوې موافقې یوه ماده داده چې ایران کولی شي د خپلې اتمې شبکې د ودې لپاره څیړنو ته ادامه ورکړي خو نه شي کولی چې نوي سنټر فیوژونه ولګوي.

لویدیځ ډیپلوماټان وايي، دا مساله چې ایران د پرمختللو اتمي سنټرفیوژونو تولید ته دوام ورکوي د دوي لپاره د اندېښنې وړ ده. خو ایران وايي په دې برخه کې څیړنې ورته حیاتي ارزښت لري.

د پنځه جمع یو په نوم د نړۍ د شپږو هېوادونو استازي چې په کې امریکا، روسیه، بریتانیا، فرانسه، چېن او جرمني شامل دي، د نومبر په څلور ویشتمه نیټه د ایران سره په دې هیلې پر یو جوړ جاړي سلا شول چې د دې هېواد اتومي پروګرام به ودریږي.

ایران د خپل اتمي پروګرام له کبله چې لویدیځ پرې د اتومي وسلې جوړولو شک کوي، له جدي نړېوالو بندیزونو سره مخ دي.

تهران ټینګار کوي چې؛ اتومي پروګرام یې د ملکې او سوله ییزو اهدافو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG