د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د نړۍ مشرانو په ډېراحتیاط له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه د توافق هرکلی وکړ


وروسته له دې چې د نړۍ شپږو قدرتونو په ژنیو کې له څو ورځو پرله پسې، ستونزمنو او پراخو خبرو وروسته له ایران سره د دې هېواد د لانجمن اټومي پروګرام په اړه توافق وکړ د نړۍ مشرانو په خورا احتیاط سره غبرګونونه وښودل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، دا موافقه د ایران د اټمي پروګرام د هراړخیز حل پر لور مهم ګام دی. اوباما دا توافق د خپلې ولسمشرۍ د دورې ترټولو ستر او ملموس پرمختګ وباله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین دا د یوه اوږده او ستونزمن مزل د پیل ګام وباله. د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وویل په ژنیو کې شوي توافق د اټومي پروګرام د لرلو لپاره د ایران حق ته رسمیت ورکړ. خامنه یي وویل دا توافق د نورو پرمختګونو لپاره بنسټ دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني هم همدا خبره وکړه:

"د یورانیمو غني کول د ایران په خاوره کې د ایران د ملت حق دی. دا حق چې څوک څنګه غواړي تفسیرولای یې شي. په توافق کې په صراحت سره راغلي چې ایران به د یورانیمو د غني کولو کار ته دوام ورکوي او ځکه زه د ایران ملت ته اعلان کوم چې د یورانیمو د غني کولو لپاره د ایران فعالیت به په پخوانۍ بڼه دوام وکړي."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن پرون اعلان وکړ چې د اجرااتو مقدماتي پلان به د هراړخیزې حل لارې لپاره فضا جوړه کړي.

امریکا که څه هم په ډاګه کړې ده چې د ایران د زاړه دښمن، اسراییلو په ګډون د خپلو متحدانو امنیت ته ژمنه ده خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو دا موافقه یوه تاریخي سهو وبلله، ویې غندله او ویې ویل چې ځان د دې موافقې مقید نه ګڼي:

"هغه څه چې په ژنیو کې ترلاسه شول یوه تاریخي موافقه نه، بلکې یوه تاریخي سهو وه. نړۍ اوس په یو ډېر خطرناک ځای بدله شوې ځکه چې د نړۍ ترټولو خطرناک رژیم د ترټولو خطرناکې وسلې د ترلاسه کولو لپاره د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

د لومړي ځل لپاره د نړۍ سترو قدرتونو په ایران کې د یورانیمو غني کول ومنل او د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه یې چې د دوی په مشرۍ رامینځ ته شوي وو، له پامه وغورځول."


د امریکا د حکومت له خپاره شوي بیان سره سم ایران موافقه کړې چې په سلو کې له پنځو لوړ د یورانیمو غني کول به بندوي او په راروانو شپږو میاشتو کې به د خپلو اوسنیو زېرمو هغه یورانیم چې په سلو کې له شلو لوړ غني شوي په سلو کې له پنځو راټیټوي.

تهران همداراز موافقه کړې چې د یورانیمو د غني کولو لپاره به د اراک په اټومي بټۍ کې نوي سنټرفیوژونه نه نصبوي. د امریکايي چارواکو په وینا ایران همداراز د خپل اټومي پروګرام په برخه کې له بېساري شفافیت او د نړیوالو له څارنې سره موافقه کړې ده.

د دې اقداماتو په بدل کې پنځه جمع یو هېوادونو موافقه کړې چې د دې هېواد د سروزرو، قیمتي فلزاتو او هم د پتروشیمي پر تولیداتو ډېره برخه لګول شوي بندیزونه به لېرې کوي او همداراز د ایران د ملکي هوايي چلند د مصوونیت اړوند ترمیماتو ته به اجازه ورکوي.

د موافقې له مخې ایران د لګول شویو بندیزونو له لېرې کولو سره د اټکل له مخې اوه اعشاریه دوه میلیارده ډالر ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG