د ایران جمهور رییس حسن روحاني نن وویل چې؛ د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتو ترمنځ شوې موافقه دا ثابتوي چې تهران د اټمي پروګرام درلودو حق لري.
حسن روحاني نن په ټلویزیوني وینا کې یو وار بیا پر دې ټینګار وکړ؛ چې د تهران اټمي پروګرام به هیڅ کله هم د اټمي وسلو جوړولو لپاره کار ونه کړي:
"د یورانیمو د غني کولو لپاره د ایرانیانو حق، د ایران پر خاوره دی. هر څوک په خپل ډول دا حق تعبیرولای شي. د موافقې په متن کې واضح ویل شوي چې؛ ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي. په همدې خاطر ، زه ایرانیانو ته اعلان کوم چې د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه به د پخوا په څير دوام وکړي."
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم نن وویل چې؛ د جنیوا موافقه د نور پرمختګ لپاره اساس جوړوي.
د نړۍ شپږو قدرتو امریکا، بریتانیې، روسیې، فرانسې، چین او جرمني چې (پينځه جمع یو) هم ورته ویل کیږي؛ ایران ته وړاندیز کړی چې، د اټمي پروګرام د ځينې برخو د بندولو په بدل کې به پر دې هیواد د نړیوالو بندیزونه تر یوه حده نرم شي.
د امریکا د حکومت اعلامیه وايي چې؛ ایران ژمنه کړې چې، تر ۵ فیصده د زیاتو یورانیمو د غني کولو ټول پروګرامونه به بندوي او په شپږو میاشتو کې به د شل فیصده غني شویو یورانیمو ذخیرې پينځه فیصدو ته را ټيټوي.
ایران همدا راز ژمنه کړې چې، د یورانیمو د غني کولو نوي سنترفیوزونه به نه نصبوي او د خپل اټمي پروګرام په اړه په بې ساري ډول شفافو او نږدې څارنو ته اجازه ورکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن اعلان وکړ چې؛ ایران او د نړۍ شپږو قدرتو بلاخره د تهران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه تاریخي موافقه وکړه:
"موږ تر پيچلو او سختو مذاکرو وروسته پر یوه ګډ کاري پلان موافقې ته ورسیدو چې؛ یوې اوږد مهالې او هر اړخیزې موافقې ته د رسیدو لاره خلاصوي. موږ موافقه وکړه چې، داسې هراړخیزې موافقې ته د رسیدو په پروسه کې به دوړو خواوو ته شپږ میاشتې وخت ورکول کیږي او د ابتدايي ګامونو اخیستل په کې شامل دی."
کاترین اشټن زیاته کړه چې، د ګډ اقدام دا ابتدايي پلان به د یوه هر اړخیز حل لپاره چاپریال برابر کړي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هم د دې موافقې هرکلی کړی دی. اوباما ویلي چې، دا موافقه ایران ته یوه معتبره لاره پرانیزي څو ځان بیرته د نړیوالې ټولنې سره وتړي:
"موږ نن د یوې هراړخیزې او سوله ییزې موافقې موقع پيدا کړه، فکر کوم چې باید دا موافقه په عمل کې وه ازمویو. دا لومړۍ ګام چې نن پورته شوی زما د کار له پيل راهیسې زموږ او ایران ترمنځ د مذاکرو او خبرو یو ډير مهم او واضح پرمختګ څرګندوي."
جمهور رییس اوباما ټينګا روکړ چې؛ متحد ایالات د اسراییل د امنیت خوندي پاتې کېدو ته متعهد دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاواروف نن وویل چې؛ دا موافقه به ټولو لوریو ته ګټه ورسوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې؛ د تهران سره دا موافقه به د نویو پرمختګو پيل وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې؛ دا یوه مهمه لاس ته راوړنه وه، خو دا لومړی ګام دي چې په هغه کې په وضاحت دا خبره شامله ده چې؛ د یورانیمو غني کول به دوام پيدا کړي:
"دا یوازې اول ګام دی، مهمه ګټه ده خو ابتدايي ګام دي. موږ باید د هغو اصولو پر اساس چې کار پيل کړی - مساوي حق، متقابل درناوی او ګډې ګټي- ګډ کار وکړو، څو دې خواشینونکي او غیر ضرور ي بحث ته پاي ورکړو."
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري نن په جینوا کې وویل:
"موږ نن د هغو جدي پوښتنو لپاره چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا، د ملګرو ملتو د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې او بیلا بیلو هیوادونو له خوا مطرح کیدې، د یوه ځواب پيدا کولو په لور یو جدي ګام پورته کړی.
موږ به د موافقې په مرسته په پراخ ډول، د ایران د یورانیمو د غني کولو د اساسي تاسیساتو او د اټمي پروګروام د یوې برخې د داسې پرمختګ مخنیوی کوو چې؛ په سیمه کې زموږ ملګرو ، نورو هیوادو او نړۍ ته تهدیدولای شي. "