د ایران د اټمي پروګرام په اړه د مذاکرو بل دور نن په جنیوا کې پيل شو.
د ایران، امریکا، فرانسې، جرمني، چین، روسیې او انګلستان استازي چې (پينځه جمع یو) هم ورته ویل کیږي، پرون د خبرو لپاره جنیوا ته رسیدلي وو.
د دې مذاکرو تر پيل مخکې (پرون) د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایې د بسیجي ملیشو یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې؛ د اټمي انرژۍ درلودل د ایرانیانو حق دی،خامنه يي وویل:
"موږ ټینګار کوو چې؛ یو ټکی هم د ایران د ولس تر دې حق نه تیریږو."
غربي قدرتونه غواړي چې؛ ایران د یورانیمو د شل فیصده غني کولو پروګرام بند کړي.
دوې اونۍ مخکې د ایران او (پینځه + یو) استازي داسې یوې موافقې ته نږدې شوي وو چې؛ ایران د یورانیمو د شل فیصده غني کولو پر ځاي کولای شوای چې درې نیمې درجې پورې غنی شوي یورانیوم ولري.
ایت الله علي خامنه یې په خپلو پرونیو خبرو کې د جنیوا د مذاکرو ملاتړ وکړ خو ټینګار یې وکړ چې غربي دولتونه باید د ایران حدودو ته درناوي وکړي.
خامنه يي د ایراني هیات د ګډون په اړه وویل:
"موږ د جنیوا د مذاکرو په جزیاتو کې مداخله نه کوو، خو حدود ټاکل شوي دي.
دا حدود باید خوندي وساتل شي. هغوي ته ویل شوي چې د دې حدودو په چوکاټ کې پاتې شي. هغوي باید د دښمن د خبرو څخه ونه ویریږي. "
د ایران ستر مذهبي مشر وویل، تهران د امریکا په ګډون د ټولو ولسونو سره دوستانه اړیکي غواړي او د دې خبرې په ځواب کې بسیجي ملیشو د (مرګ پر امریکا) شعارونه ورکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې؛ د ایت الله علي خامنه یې داسې خبرې د مذاکرو د پرمختګ لپاره مرسته نه شي کولای:
"واضح ده چې داسې خبرې د مذاکرو سره مرسته نه شي کولای.
خو موږ لا هم باور لرو چې دواړه خواووې په ښه نیت خبرې کوي. موږ لا هم باور لروچې تر هغه وخت ډير سره نږدې شوي یو چې په جنیوا کې خبرې پيلیدې.
باور لرو چې؛ لا هم د دې چانس شته چې په دپلوماتیکه لاره د ایران سره مخکې ولاړ شو. "
خامنه یې په خپله پرونۍ وینا کې اسراییل ته د سیمې د (لیوني سپي) نوم ورکړ او ویویل چې د یهودانو دولت به ړنګیږي.
فرانسې د خامنه ایې پر دې خبروسخت انتقاد وکړ او ویویل چې داسې څرګندونې د زغملو وړ نه دي.
د امریکا د دولت یوه لوړ رتبه مامور په جینیوا کې رویټرز اژآنس ته وویلي چې د خامنه یې دا خبره ځورونکي ده.
رویټرز وایي، امریکايي لوري د فرانسې په څيرشدید عکس العمل نه دی څرګند کړي.