د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د نړۍ د ۶ قوتونو او د ایران ترمنځ د خبرو نوې مرحله پیلیږي


په جینیوا کې نن د نړۍ د ۶ قوتونو او د ایران ترمنځ د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو نوې مرحله پیلیږي.

لویدیځ قوتونه له ایران غواړي چې؛ ترشلو فیصدو پورې د یورانیمو غني کول چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره اساسي مواد بلل کیږي، ودروي.

د نړۍ قوتونه د ایران په لویدیځ اراک سیمه کې د هغه تحقیقاتي ریکتور په اړه هم اندیښنه لري چې؛ د جوړولو چارې روانې دي.

د ایران د استازو او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ په جینیوا کې د خبرو اترو وروستۍ مرحله لس ورځې وړاندې تر سره شوه خو دواړوه لوري کومي نتیجې ته ونه رسیدل.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل دواړه خواوې په جینیوا کې جدې خبرې اترې کوي.

باراک اوباما د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل:

"د دې لپاره چې بندیزونه ډیر اغیزمن دي موږ وتوانیدو چې ایران د خبرو اترو میز ته کښینوو تر څو نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې دا هېواد د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی.

زه نه پوهیږم چې موږ به په روانه او یا راتلونکې اونۍ کې موافقې ته ورسیږو او کنه ؟خو موږ له ایرانیانو سره په خبرو کې ډیر جدي یو حتې د یوې موقتې موافقې په اړه چې مونږ يې توقع لرو."


ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د کانګریس د سنا مجلس له یو شمېر مخکښو غړو سره هم وکتل او له هغوي يې وغوښتل چې؛ پرایران د نیویو بندیزونو د لګولو موضوع وځنډوي.

بل لورته د بریتانې صدراعظم ډیویډ کامرون پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره تیلیفوني خبرې کړي دي.

دا په تیره یوه لسیزه کې لومړی ځل دی د بریتانې او ایران مشران له یو بل سره تماس نیسي.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامیني نن وویل چې؛ د خپل هېواد له اټومي حق څخه به یو ګام هم په شاه نشي.

د ایران د دولتي تلویزون له لارې په خپله وینا کې خامیني وویل په جینیوا کې د ایران اټومي مرکچیانو ته يې د خپل هیواد د اټومي پروګرام په اړه يې سرې کرښې په ګوته کړي دي.
XS
SM
MD
LG