ولسمشربارک اوباما د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د ایران پرضد د نویو بندیزونو د طرحې له تصویبولو په داسې حال کې چې د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې روانې دي ډډه وکړي.
ښاغلي اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې لپاره چې تهران اټومي وسله ترلاسه نکړي ترټولو غوره لاره خبرې اترې دي. ده زیاته کړه چې که ایران د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راشي بیا هغه مهال بندیزونه لګول کېدای شي:
"که داسې پېښه شي چې دوی خپلې ژمنې عملي نشي کړای، د خبرو مېز ته په جدي ډول حاضر نشي، یا دا مسئله حل شوې فکر کړي، نو د بندیزونو موضوع خو بیا راپورته کېدای شي."
د اوباما اداره ټينګار کوي چې له ایران سره په خبرواترو کې زیات وخت ته اړتیا شته څو د اټومي وسلې له جوړولو لاس واخلي، خو د کانګرس مخکښ غړي او د امریکا متحد هېواد اسراییل په دې نظر دي چې ښايي له ایران سره د خبرواترو په نتیجه کې بندیزونه له وخته مخکې له مینځه ولاړ شي او د دې پرځای دوی غواړي چې پر تهران د فشار لپاره لګول شوي بندیزونه باید لازیات شي.
په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره IAEA وايي، ایران په تېرو دریو میاشتو کې خپل اټومي تاسیسات نه دي پراخ کړي.
آی اې اي اې په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې خپور شو ویلي، یوازې د ناتنز Natanz په اټومي بټۍ کې څو محدود سنټرفیوژونه نصب شوي خو په اراک Arak کې یوهم نه دی نصب شوی.
دا په تېر اګست میاشت کې د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني د کار له پیل وروسته د ملګروملتو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لومړنی درې میاشتنی راپور دی. خو اسراییل چې ګومان کېږي په منځني ختیځ کې د اټومي وسلې لرونکی یوازینی هېواد دی له پخوا راهیسې خبرداری ورکړی چې ښايي د زور په کارولو سره اټومي وسلې ته د ایران د رسېدو مخنیوی وکړي.
د IAEA د نوي راپور د خپرېدو په وړاندې په عکس العمل کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د دې خبر اورېدل چې ایران خپل اټومي تاسیسات نه دي پراخ کړي ده ته په زړه پورې نه دی او علت دا دی چې ایران دې ته اړتیا نه لري ځکه د اټومي بم د جوړولو لپاره یې په کافي اندازه لازم مواد، تاسیسات، سنټرفیوژونه او تجهیزات بشپړ کړي دي.
دا راپور په ژنیو کې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمینځ د خبرواترو په درشل کې خپرېږي. تهران د لویدیځ دا تورونه چې وايي د ایران د اټومي پروګرام هدف د اټومي وسلې جوړول دي، ردوي. ولسمشر روحاني ژمنه کړې چې د اټومي پروګرام پرسر له لویدیځ سره د ایران اختلاف به پای ته رسوي څو پردې هېواد لګول شوي بندیزونه هم رفع شي.