د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییلو ته ډاډ ورکړی چې؛ له ایران سره به داسې معامله نه کوي چې د امریکا متحدان زیانمن کړي.
جان کري پرون د امریکا یوې ټلویزیونې شبکې سره په مرکه کې وویل، لویدیځ ټینګ هوډ کړی چې؛ له ایران سره له خبرو به یا ښه نتیجه اخلي او یا به یې هېڅ نه کوي.
د اسراییلو صدراعظم پرون د کابینې په غونډه کې وویل چې؛ د ایران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د یوې معاملې لپاره یوه ستره لېوالتیا شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون ډاډ ورکړ چې؛ له ایران سره به د خپلو متحدانو د ګټو پرخلاف روغه ونه کړي.
جان کري د امریکا له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، واشنګټن له ایران سره په معامله کې بېړه نه لري:
"موږ ړانده نه یو او فکر نه کوم چې؛ موږ احمقان یو. فکر کوم چې موږ د خپل هېواد او نړۍ، په تېره د اسراییل او د خلیج د هېوادونو په څېر د خپلو متحدانو په ګټه د اقدام کولو یا نه کولو په برخه کې یو ډېر قوي حس لرو."
جان کري همدا راز وویل چې؛ په خبرو کې شاملو د لویدیځ استازو ټینګ هوډ کړی چې؛ یا به له دې معاملې ښه نتیجه اخلي او یا به یې هېڅ نه کوي.
ده زیاته کړه، د دوي سخت زیار دا ضمانت برابروي چې له دې خبرو به هغه څه ترلاسه شي چې؛ اسراییل او نوره نړۍ یې غواړي، یعنې دا یقین چې ایران به د اټمي وسلې د جوړولو قابلیت ته نه ترلاسه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې؛ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې په پرونۍ غونډه کې وویل، د ایران او لویدیځ ترمینځ د یوې معاملې لپاره یوه ستره لېوالتیا شته:
"یو ښه توافق هغه تړون دی چې؛ د اټمي وسلې د جوړولو او تولید لپاره د ایران قابلیت راکم کړي یا یې له مینځه یوسي او یو بد تړون به دا مسئله پرځای پرېږدي او بندیزونه به رفع کوي خو زه هیله من یم چې دوی به یوه ښه توافق ته ورسېږي.
موږ به خپلې ټولې وسې وکړو څو نړیوالو قدرتونو او مشرانو ته قناعت ورکړو چې د یوه بد توافق مخنیوی وکړي."
نتنیاهو دا وینا یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې؛ د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو استازو د ایران د اټومي بحران د پای ته رسولو په اړه د بحث لپاره په ژنیو کې غونډه وکړه.
امریکا، روسیه، چین، برتانیا، فرانسه او جرمني هغه شپږ قدرتونه دي چې له ایران سره په خبرواترو کې ښکېل دي.
د برتانیا د بهرنیوچارو وزیر ویلیم هېګ پرون وویل چې د ایران د اټمي پروګرام د له مینځه وړلو لپاره توافق ډېر نژدې شوی دی.
له بي بي سي سره په خبرو کې هېګ وویل، چې د خبرو د روان بهیر دوام حیاتي اهمیت لري.
د څارونکو په نظر تهران ښايي لېوال وي چې؛ د اقتصادي بندیزونو د فسخ کولو په بدل کې لویدیځ ته ځینې امتیازونه ورکړي ځکه د تېرو څو کلونو بندیزونو د ایران د تېلو صادرات چې د دې هېواد د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي راکم کړل.