د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د ایران په اټمي خبرو کې لوی پرمختګ شوی


په جنیوا کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اټمي خبرې پرته له کوم توافق تیره شپه پای ته ورسیدې، خو په دې موافقه وشوه چې؛ بله غونډه به لس ورځې وروسته وشي.

دواړه اړخونه وايي چې؛ په دغو خبرو اترو کې لوی پرمختګ شوی.

د ایران او ۱+۵هېوادونو، امریکا، بریتانیې، فرانسې، چین، روسیې او المان ترمنځ اټمي خبرې چې؛ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې او په پیل کې ټاکل شوې وه چې؛ دوه ورځې دوام وکړي او د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالان به په کې برخه ولري، خو یوه ورځ نوری هم اوږدې شوې او د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه واخیسته.

د خبرو په اوږدیدو او د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون دا تمه پيدا شوه چې؛ کیدای شي کوم توافق رامنځ ته شي.

خو د فرانسې بهرنیو چارو وزیر پرته له دې چې؛ نور تفصیل وړاندې کړي د یکشنبې په ورځ وویل، توافق ځکه رامنځ ته نه شو چې؛ ځینې مسایل باید حل شي:

"د جنیوا غونډې د پرمختګ لورته لاره پرانیسته، خو موږ ځکه توافق ته ونه رسیدو چې؛ اوس هم ځیني پوښتنې شته چې باید ورته ځواب وویل شي."

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د ادارې مشرې کاترین اشتن چې؛ په دغو خبرو کې یې فعاله ونډه درلوده هغې هم ورته خبره وکړه:

"ډیر واقعي پرمختګ وشو، خو ځیني اختلافات پاته دي."


بل خوا د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې؛ ډیرې ښې خبرې ترسره شوې.

هغه وویل چې؛ د ځینو اختلافاتو توقع کیده او په دې ناهیلې شوی نه دی چې؛ ولې توافق رامنځ ته نه شو:

"زه فکرکوم چې؛ موږ ټول هماهنګي لرو او دا مهمه ده او دا موږ ته قوت را کوي چې؛ د خبرو په راتلونکي غونډه کې پرمختګ وکړو.

نو واقعا زه فکر کوم چې؛ موږ د خبرو ډیرې ښې درې ورځې درلودې، ډیرې ګټورې درې ورځې او دا هغه څه دي چې موږ يې په اساس کولای شو پرمختګ وکړو."


خو د ایران رسنیو د دغه هېواد د جمهور رییس حسن روحاني له قوله نن خپره کړه چې وایي، ایران د اټمي خبرو په ترڅ کې ډیر سنجیده او عاقلانه دریځ غوره کړی، خو د یورانیمو د غني کولو له حقه به تیر نه شي.

ایسنا یا د ایران د زده کوونکو خبري اژانس رپوټ ورکړ چې؛ جمهور رییس حسن روحاني پارلمان ته وویل چې؛ موږ د اټمي خبرو اړخونو ته وویل چې؛ موږ کوم ډول ګواښ، سپکاوي او تبعیض ته غاړه نه ږدو.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې؛ واشنګټن به ایران دې ته پرینږدي چې؛ اټمي وسله جوړه کړي.

جان کري وویل چې؛ د خبرو اترو دروازه دایمي هم نه ده خلاصه:

"موږ د اختلافاتو د کمولو لپاره جنیوا ته راغلي یو او زه پرته له کومې مبالغې تاسو ته ویلای شم چې؛ موږ نه یواځې دا چې اختلافات مو کم او هغه څه چې پاته دي واضح کړل بلکه د دغې پوښتنې د ځواب په لورمو هم د پام وړ پرمختګ وکړ چې؛ څنګه یو څوک یو اټمي پروګرام کنټرول کړي او د هغه د سوله ییز توب ضمانت هم وکړي."

لویدیځ هېوادونه او اسراییل ګمان کوي چې؛ ایران د خپل اټمي پروګرام ترشا د اټمي وسلې د جوړولو کوښښ کوي، خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

د ایران د اټمي لانجې په ارتباط په دغه هېواد باندې ګڼ نړېوال بندیزونه هم لګول شوي دي.

حسن روحاني چې؛ د تیرې جون میاشتې په انتخاباتو کې واک ته ورسیده، ژمنه یی کړې چې؛ اټمي لانجه په شپږو یا دولسو میاشتو کې حلوي.
XS
SM
MD
LG