د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

ايران وايي، د خپل اټمي پروګرام په اړه موافقې ته نه دى رسېدلى


د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، د هېواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه له نړېوالو قدرتونو سره بشپړې موافقې ته نه دی رسېدلی.

ايسنا خبري اژانس د جواد ظريف دا خبرې رااخيستې چې پرون يې ويلي، لا هم په دې برخه کې اختلافات شته.

پنځه جمع يو هېوادونه دېته تيار شوي چې پر ايران ځينې بنديزونه کم کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وويل: موږ د ځينو پوښتنو په برخه کې يوې موافقې ته ورسېدو، خو د ځينو نورو په اړه لا هم اختلافات شته.

ظريف وويل: دا ډېره ”ليرې“ خبره ده چې نن يکشنبه دې په جنيوا کې دغه خبرې دوام پيدا کړي.

ظريف دا خبرې د کېدونکې موافقې په اړه تر هغې نسبي خوشبينۍ وروسته وکړې، چې د امريکا، فرانسې، جرمني، بريتانيا، روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيران جنيوا ته لاړل څو هغو خبرو ته قوت وروبخښي چې د پنج شنبې په ورځ پيل شوې دي.

خو پرون د نړيوالو قدرتونو ترمنځ هغه وخت درز ښکاره شو، چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فاورنت فابيوس د موافقې د لومړنۍ مسودې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ده وويل په ”مقدماتي“ متن ګڼ داسې ټکي شته چې موږ ورباندې راضي نه يو.

ده دا هم وويل، داسې ”يقين“ نه شته چې کومې موافقې ته ورسېږي او بله دا چې د اسرائيل اندېښنو ته هم بايد پام وشي:

”زه هيله لرم چې پر يوه موافقه سره سلا شو، خو په اوسني وضعيت کې لا هم ځينې مهم ټکي شته چې بايد ورته رسېدګي وشي“

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو د جمعې په ورځ خبردارى ورکړى و، چې امريکا ايران ته د ”پېړۍ د موافقې“ پېشنهاد کړى او دغه پېشنهاد شوې موافقه يې ډېره ”بده“ ياده کړه.

ايران وايي، د اټومي پروګرام يې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره نه دى، خو نړيواله ټولنه ورباندې شک لري.

راپورونه وايي شپږ نړيوال قدرتونه دېته تيار شوي چې پر ايران ځينې بنديزونه کم کړي، خو په دې شرط چې تهران خپل اټومي پروګرام محدود کړي.
XS
SM
MD
LG