د ایران حکومت وايي، پاکستان او بیا هند ته د ګاز د لیږدولو لپاره د پایپ لاین د پروژې قرار داد ښايي لغوه شي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس د دې هېواد د تیلو د وزیر په حواله وايي، د تهران حکومت ښايي دا پروژه چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري، رد کړي.
ایکسپرس تربیون (Express Tribune) خپرونه وايي، فارس خبري اژانس د ایران د تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه په حواله دا خبر خپور کړی دی.
زنګنه د چهارشنبې په ورځ په تهران کې ویلي، پاکستان ته د ګاز د انتقال قرارداد ښايي لغوه شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
که چیرې دا قرارداد عملي شي، ایران باید هر کال لږ تر لږه یویشت نیم میلیون متر مکعب ګاز پاکستان ته ورکړي.
ټاکل شوې وه چې؛ دا پروژه د راتلونکي کال څخه عملي شي.
د ایران او پاکستان ترمنځ د (سولې پايپ لاین) د ګازد انتقال دا پروژه تقریبا اوه نیم میلیارد ډالر ارزښت لري.
دا پروژه په نویمه لسیزه کې پيل شوې او هدف یې پاکستان او هند ته د ایران د ګاز د سترو تاسیساتو (پارس ګاز) څخه د ګاز رسول دی.
تربیون اکسپرس وایي، دا پروژه د پیل د وخت څخه تر اوسه په بېلا بېلو مواردو کې د ستونزو سره مخامخ شوې ده.
ایران په تیرو څو کلونو کې میلیونونه ډالر د پاکستان ترپولې د دې نهه سوه کیلومتره پایپ لاین په جوړولو لګولي دي.
پاکستان چې؛ په شدت د ګاز د کموالي سره مخامخ دی د مالي ستونزو په خاطر په خپله خاوره کې د دې پایپ لاین د جوړولو په برخه کې چندان پرمختګ نه دی کړی.
پاکستان همدا راز ویره لري چې؛ دا کار به پر ایران د امریکا د مالي بندیزونو څخه سرغړونه وګڼل شي.
پاکستاني لوري ویلي، پر ایران د نړېوالو د بندیزونو په خاطر نه غواړي چې؛ د دې پروژې د بشپړولو لپاره د ناوړه عواقبو سره مخامخ شي.
د پاکستان د تیلو او ګاز وزیر شاهد خاقان عباسي څو ورځې وړاندې سیمه يیزو مطبوعاتو ته ویلي وو چې؛ د دې پروژې د بشپړولو په خاطر پر ایران د نړیوالو بندیزونو د عواقبو د خطر سره مخامخ کیدلای شي.
ایراني چارواکو تر اوسه ټينګار کاوه چې؛ پاکستان ته د ګاز د انتقال د پایپ لاین پروژه به بشپړوي.