د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

د ایران د اتمي لانجې په اړه خبرې ارزښتناکې وې


د ایران نوی استازی رضا نجفی
د ایران نوی استازی رضا نجفی
د اټمي انرژۍ نړېوالې ادارې او ایراني چارواکو په جینوا کې دوه ورځنۍ خبرې مهمې او ګټورې وبللې او ویې ویل چې؛ دواړه خواوې سلا شوي چې د همکارۍ د دوام لپاره بله غونډه څه کم دوه اونۍ وروسته په تهران کې جوړه شي.

د ملګروملتونو د اټمي څارنې ادارې او ایران له دوه ورځنیو خبرو وروسته موافقه وکړه چې؛ راتلونکې میاشت به بیا غونډه کوي.

دغه خبرې چې د اطریش په مرکز ویانا کې ترسره شوې، هدف یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اندیښنو لیرې کول دي.

د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې مرستیال تیرو وارجورانتا دغه خبرې ډیرې ګټورې وبللې:

"له ګټورو خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه چې؛ بله غونډه به د نومبر په یولسمه په تهران کې جوړیږي، ترڅو چې دغه همکارۍ مخ ته ولاړه شي."

د اټمي انرژۍ نړېواله اداره د ایران د اټمي وسلو د مشکوک پروګرام په اړه د خپلو څیړنو په ترڅ کې هڅه کوي چې؛ د ایران تاسیاستو، اسنادو او چارواکو ته لاس رسۍ پیدا کړي.

د ایران حکومت له دغسې فعالیتونو څخه انکار کوي او وایي چې؛ دغه ادعاوې پر بهرنیو غلطو استخباراتي معلوماتو ولاړې دي.

د ایران د لانجمن اټومي پروګرام د هواري لپاره د دې هېواد د حکومت د نوي وړاندیز جزیات نه دي خپاره شوي.

د اټمي انرژۍ په نړېواله اداره کې د ایران نوی استازی رضا نجفی وایي، ایران او دې ادارې د دغه وړاندیز په اړه ګټورې خبرې وکړې:

"فکر کوم چې د ایران له خوا د دغه نوي وړاندیز په وړاندې کولو سره موږ توانیدلي یو چې؛ یو نوی باب پرانیزو.

نهایي هدف دا دی چې؛ ټول پاتې مسایل هوار شي."


په ویانا کې د روانی اونۍ خبرې د هغو خبرو اترو دمخه ترسره کېږي چې؛ په پام کې ده د نومبر په اومه او اتمه د ایران او د نړۍ د شپږ قدرتونو ترمنځ په جنیوا کې ترسره شي.

د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني چې؛ د اګست په میاشت کې یې په کار پیل کړی، ژمنه کړې چې د خپل هېواد د اټمي لانجې د هواري لپاره به له لویدیځ سره خبرې مخ ته وړي.
XS
SM
MD
LG