د ايران د لانجمن اټمي پروګرام پر سر د دغه هېواد د لوی مرکچي او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ خبرې په يوه اعلاميه پای ته ورسېدې.
د ايران د بهرنيوچارو وزير وايي، هيواد به يې په څو اوونيو کې پر خپل اټمي پروګرام له شپږو سترو هيوادونو سره په جنيوا کې خبرې وکړي.
د ايران د باندنيو چارو وزير محمد جواد ظزيف له لوري په فيسبوک پاڼه کې دا څرګندونې په جنيوا کې د روانې اوونۍ په دوه ورځنيو خبرو کې د پرمختګ ښکارندويي کوي.
له ايران سره د دغه هيواد د لانجمن اټمي پروګرام په سر د ملګروملتو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي لکه امريکا، روسيه، چين، بريتانيا، فرانسه او دغه راز جرمني خبرې کوي.
د سې شنبې په ورځ ايران په جنيوا کې يو پلان وړانديز کړ چې؛ د دغه هېواد په وينا د لانجې د يو مخ پای ته رسېدو سبب کېدای شي.
لوېديځوال شک لري چې، ايران د اټمي وسلې د جوړولو هڅه کوي؛ خو ايران ټينګار کوي چې، اټمي پروګرام يې يوازې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دي.
د راپورونو له مخې د ايران وړانديز په درو پړاوونو وېشل شوي چې؛ د يورانيمو د غني کولو د اندازې کمول هم په کې شامل دي. دا د شپږو نړيوالو قدرتونو اساسي غوښتنه ده.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشرې "کترين اشټن" پرون د ايران پر اټمي پروګرام له خبرو وروسته په جنيوا کې يوې خبرې غونډې ته وويل:
"له يو شمېر کاري غونډو وروسته موږ د لومړي ځل لپاره پر يوه ګډه اعلاميه موافقه وکړه."
تر دې مخکې په خبرو کې د ايران استازي عباس عراقچي وويل چې؛ د ايران نوي وړانديز به نړيوالو څارونکو ته اجازه ورکړې چې؛ د دغه هېواد د اټمي تاسيساتو څارنه او تفتيش وکړي.
ده په عين حال کې ايراني رسنيو ته وويل چې؛ دا ډول تفتيش ته به سر له اوسه اجازه ورنه کړي.
عراقچي پرون د ايران دولتي تلويزيون ته د جنيوا د غونډې ترڅنګ د امريکا او ايران د استازو د سې شنبې د ورځې د دوه اړخيزې غونډې په اړه وويل:
"موږ د اکتوبر په پنځلسمه له امريکايي پلاوي سره د دوي په غوښتنه وکتل. موږ پر هغو مسلو غور وکړ چې؛ په اصلي غونډو کې پرې خبرې شوي دي، او دوی ته مو په بله بڼه تکرار کړې. دوی ځيني پوښتنې لرلي چې؛ موږ ځواب ورکړ، موږ هم د خپل مقابل لوري د پلاوو د چلن د بدلون په اړه ځيني مسالې لرلې چې مطرح مو کړې."
له دې جلا يوه لوېديديځ ډيپلومات، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، رسنيو ته ويلي چې، له ايران سره به د نړۍ د سترو هيوادونو د خبرو بل پړاو د نومبر په اوومه او اتمه په جنيوا کې ترسره شي.