ایران نن د غربي هیوادونو دا غوښتنه رد کړه چې؛ ډير حساس اټمي مواد بهر ته واستوي.
خو د خپلو اټمي فعالیتونو په اړه د ځیني نورو وړاندیزونو منلو ته یې نرمښت ښودلی دی.
ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د ایران د اټمي پروګرام په اړه د مذاکرو نوې دور پیل شي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ په جنیوا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه نړیوالې مذاکرې پيل شي.
دا به په ایران کې د جمهور رییس په توګه د حسن روحاني تر ټاکل کېدو وروسته اول وار وي چې؛ د تهران د اټمي فعالیتونو په اړه نړیواله غونډه جوړیږي.
حسن روحاني د جمهور رییس په توګه د ټاکل کېدو سره سم؛ د غربي هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړي؛ څو پر خپل هېواد د اقتصادي بندیزونو د لرې کیدو لاره خلاصه کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عرقچي نننۍ خبرې ښايي د زیاتو غربي ډيپلوماټانو لپاره مایوسونکي وي.
غربي هیوادونه د ایرانه غواړي چې خپل یورانیم د شل فیصده غني کېدو لپاره یوه بهرني هیواد ته واستوي.
خو د رویټرز په حواله، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال به چې په سویس کې په دې اړه په خبرو کې برخه اخلي؛ د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځيني نورو اړخونو په ارتباط ډير سخت دریځ نه درلود.
د ایران حکومت وايي چې، د یورانیمو د غني کولو پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی؛ خو یو شمېر غربي دولتونه ویره لري چې؛ ښايي د اټمي بم په جوړولو کې کار ځیني واخلي.
د رویټرز په وینا، عرقچي د ایران کورنیو مطبوعاتو ته ویلي چې؛ د یورانیمود غني کولو د پروګرام پر نورو اړخونو به مذاکرې وکړي؛ خو بهرته د دې موادو استول سره کرښه (Red Line) ده.
غربي مذاکره کونکو په تیرو دوو کلونو کې په وار وار د ایراني چارواکو سره په غونډو کې د دې هیواده وغوښتل چې؛ تر شل فیصدو د یورانیمو غني کولو پروګرام بند کړي؛ د خپلو یورانیمو د ذخیرو یوه برخه بهر ته واستوي او د تهران په جنوب کې د (فوردو) په نوم اټمي کارخانه د منځه یوسي.
په ایران کې په لوړه کچه د یورانیمو دغني کولو د کار زیاته برخه په (فوردو) کې ترسره کیږي.
غربي دولتونو وړاندیز کړی چې؛ د دې وړاندیزونو منلو په بدل کې به د ایران د سروزرو، قمیتي فلزاتو او ځیني پطرولیمي تولیداتو پر تجارت بندیز به لرې شي.
خو ایران غواړي چې د دوی د تلیو پر صادراتو او بانکدارۍ لګیدلی بندیز له منځه ولاړ شي؛ نو ځکه یې د روان کال په پيل کې د غربیانو مخنکی وړاندیز رد کړ.