اسراییلو او د منځني ختیځ ځینو نور هېوادونه د امریکا او ایران په اړیکو کې بدلون او وروستيو تماسونو ته د شک په سترګه ګوري.
ټاکل شوې چې؛ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په کتنه کې ده ته خبرداری ورکړي چې؛ د ایران په خوږو ډیپلوماتیکو خبرو دې نه غولېږي او غوښتنه به ترې وکړي چې؛ پر تهران فشارونو ته دوام ورکړي څو پرې یې نه ږدي چې اټمي بم جوړ کړي.
د سعودي عربستان په ګډون د خلیج ځینو هېوادونو هم چې له ایران سره پخوانۍ دښمني پالي د تهران او واشنګټن پر نژدې کېدو اندېښنه ښودلې.
نیویارک ټایمزورځپاڼه لیکي، د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ولسمشربارک اوباما ټیلیفوني خبرې اسراییلو، سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو لپاره داسې وې لکه څوک چې لومړی ځل په خپل ډېر نژدې ملګري پوه شي چې غواړي د ده اصلي دښمن ته ځان ورنژدې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم د اوباما دا ژمنه چې وايي ایران به د اټومي بمب جوړولو ته پرې نه ږدي د لږو هېوادونو لپاره په زړه پورې ده خو له روحاني سره د ده نژدې کېدو په بیت المقدس او د منځني ختیځ په نورو پلازمېنو کې د خطر زنګونه وغږول.
دوی وايي، د ایران پرصداقت شک لري او وېرېږي چې ایران به ډیپلوماتیکې حل لارې ته د اوباما له لېوالتیا څخه کافي وخت لاس ته راوړي څو اټومي وسله جوړه کړي، خو پردې سربېره د غیراټومي ایران موجودیت چې ښايي د بندیزونو د لېرې کولو له کبله پراخ اقتصادي ځواک ترلاسه کړي او له واشنګټن سره د نویو اړیکو په ټینګولو سره نورهم زړور شي، د یوه وېروونکي ګواښ حیثیت لري چې په دې ناآرامه سیمه کې پټې بلاوې راويښولای شي.
د اوباما او روحاني د ټلفوني تماس په اړه، چې په تېرو دریو لسیزو کې د ایران او امریکا د ولسمشرانو لومړۍ مستقیم تماس دی ریاض تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د سعودي عربستان نامتو ژورنالیست جمال خاشوګي Jamal Khashoggi چې له سلطنتي کورنۍ سره نژدې اړیکي لري وايي، د ایران او امریکا ترمینځ د یوې پټې معاملې په اړه زیات شکونه شته.
دی وايي، د ده اندېښنه دا ده چې امریکایان به ایران په همدې بڼه چې دی ومني او دا به د دې باعث شي چې ایرانیان به خپلو د پراختیا غوښتنې او یرغلګرۍ پالیسیو ته دوام ورکړي.
سعودي عربستان او د خلیج نور هېوادونه چې سني حکومتونه پکې واکمن دي د ایران د شیعیه نظام او د هغه د متحدانو په برخه کې د توازن د مینځه تللو له وجې اندېښمن دي.
د بیت المقدس له خوا هم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ټوله ورځ د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د خپلې وینا په بیا لیکنه او له اوباما سره د کتنې لپاره پر تیارۍ ولګوله.
د اسراییل د ستراتیژیکوچارو وزیر یووال شتاینېځ Yuval Steinitz د روحاني او اوباما د ټلفوني محاورې په اړه له تبصرې ډډه وکړه، او ویې ویل، خبره په رسمي پړاوونو کې نه بلکې په اصلي مفاهیمو کې ده. شتاینېځ همغه اسراییلی مقام و، چې په عمومي اسمبله کې د روحاني د وینا له پیل سره سم د اسراییلي هیات له نورو غړو سره یوځای له غونډې ووت.
د اسراییلو لپاره ایران لاهم د نړیوال تروریزم او د لبنان د حزب الله او د فلسطینۍ حماس ډلې چې د اسراییلو د وجود د اصل مخالف دي ملاتړکوونکی دی.
د تل ابیب په پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز مشر، اوزي ربي وايي، چې په ایران کې رژیم بدلېدای شي خو یوشی چې نه بدلېږي له اسراییلو سره دښمني ده.
ربي وايي، د ایران پلان دادی چې د امریکایانو، اروپاییانو او اسراییلو ترمینځ درز واچوي. دی وايي، که څه هم په خوله مې نه راځي خو ایرانیان وتوانېدل چې د ټولې لوبې بڼه بدله کړي.