د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

ښايي د ایران او سوریې د لانجو د حل لپاره زمینه برابره شي


د جګړې ګواښ او نړېوالو بندیزونو ښايي د ایران او سوریې د روانو لانجو د حل لپاره دپلوماتیکو پرمختګونو ته زمینه برابره کړې وي.

فرانس پرس خبري اژآنس وايي، د ملګرو ملتونو هڅې د سوریې دبحران د حل لپاره چې تر اوسه څه باندې یو لک کسان په کې وژل شوي، تل د بن بست سره مخامخ وې.

امنیت شورا بلاخره د جمعې په ورځ د سوریې په ارتباط اول پریکړه لیک تصویب کړ . په عین حال کې د امریکا او ایران ولسمشرانو تر څه باندې دیرش کلن ځنډ وروسته په خپلو کې ټیلفوني خبرې وکړې.

جمهور ریس بارک اوباما په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل:

(ما همدا شیبه د ایران د اسلامي جمهوري د ولسمشر حسن روحاني سره خبرې کړې دي. )

جمهور ریس اوباما په دې ډول، د ایران او امریکا په اړیکو کې د یوې نوې مرحلې د پیل اعلان وکړ .

د ایران او امریکا د ولسمشرانو تر دې ټلفوني ارتباط مخکې د دواړو هیوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسامبلې د غونډې په درشل کې سره وکتل او لنډې خبرې یې وکړې.

په ایران کې د جرمني پخو اني سفیر فرانس پرس اژانس ته ویلي چې اوس د دواړو خواوو پر ښه نیت زیات باور لري او د دوه اړخیز باور د فضا د رامنځ ته کیدو لپاره ټینګ بنسټ ايښودل کیږي .

د فرانسې اژانس د نړیوالو اړیکو په انستیتیوت کې د کارپوه دومینیک موه سي (Dominique Moisi) په حواله لیکلي:

(پر ایران د اقتصادی بندیزونو لګولو ښه نتیجه ورکړه . د سوریې په برخه کې د پوځي حملې تهدید د دې سبب شو چې مسکو او دمشق خپل دریځ بدل کړی. )

خو په برادفورد پوهنتون کې د سولې د مطالعاتو ښوونکی پول راجرز باور لري چې په دې مسله کې فردي ځانګړتیاوو هم رول درلود .

د پول راجرز په وینا، جان کري او سرګې لاواروف خپلې شخصیتي ځانګړتیاوي لري . د سوریې او ایران د وضعیت په اړه موجودې خوشبینۍ څو اونۍ مخکې وجود نه درلود.

فرانس پرس وايي، کارپوهان دا ډاډ نه لري چې وروستي پرمختګونه به د غرب لپاره دپلوماتیک بری وي.
XS
SM
MD
LG