د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

"تر درېیو لسیزو وروسته د ایران او امریکا ولسمشرانو خبرې وکړي"


د ایران و امریکا ولسمشرانو پرون ټیلفوني خبرې وکړې.

دا په تیرو څه باندې درېیو لسیزو کې اول وار دی چې؛ د دواړو هیوادونو رهبران خبرې سره کوي.

جمهور رییس اوباما تر دې ټیلفوني خبرو وروسته خوشبیني څرګنده کړه چې؛ د تهران د اټمي پروګرام په اړه د نړیوالو اندیښنو د کمولو لپاره د موافقې امکان شته:

"موږ هغه ټولې ستونزې په نظر کې لرو چې؛ مخې ته پرتې دي. دا حقیقت چې د نولس سوه نهه اویا (میلادي) کال راهیسې دا اول وار و چې؛ د امریکا او ایران ولسمشران خبرې کوي؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ ژور عدم اعتماد څرګندوي. خو په عین حال کې د سخت تېر وخت څخه د تیریدو او مخکې تګ څرګندونه هم کوي."

ولسمشرانو اوباما پرون حسن روحاني ته په داسې حال کې چې؛ هغه له نیویارکه بیرته تهران ته روان و؛ ټلفون کړی و.

د ولسمشر اوباما د دفتر یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي؛ ایراني لوري امریکاییانو ته خبر ورکړی و چې؛ حسن روحاني له نیویارکه تر تګ مخکې د جمهور ریس اوباما سره خبرې کول غواړي.

د دې چارواکي په وینا، د اونۍ په پیل کې هڅې وشوې چې؛ دواړه ولسمشران مخامخ خبرې وکړي؛ خو ایراني لوري وویل چې، داسې ګام پورته کول به مسایل پیچلي کړي.

دغه لوړ رتبه امریکايي چارواکي چې نوم یې په رپوټ کې نه دی اخیستل شوی؛ زیاته کړې، ولسمشر اوباما د هغو درېیو امریکايي وګړو د برخلیک په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې چې؛ اوسمهال په ایران کې بندیان دي.

ولسشمر اوباما باور څرګند کړی چې؛ د ایران د اټمي لانجې د حل لپاره زمینه برابره ده:

"زه باور لرم چې د حل موندلو زمینه برابره ده. د ایران ستر مذهبي مشر د اټمي وسلو د تولید پر ضد فتوا ورکړې او ولسمشر روحاني ډاډ راکړ؛ ایران به هیڅ کله هم اټمي وسلې جوړې نه کړي. ما ورته واضح کړه چې، د ایرانیانو د دې حق درناوي کوو چې؛ ایران د خپلو مسولیتونو د ترسره کولو په چوکاټ کې سوله ییزه اټمي ټکنالوژي ولري."

د ولسمشر اوباما په وینا، د ایران جمهور رییس ټینګار کړی چې؛ د یوې موافقې د رامنځ ته کېدو لپاره باید خبرې چټکې شي. خو تر څه باندې درېیو لسیزو وروسته د خبرو داسې پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکیچ تر کومه حده حل کولای شي؟

د امریکا په ویرجینیا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد "بهمن دیبا" ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا د دواړو ولسمشرانو لپاره یو بریالی ګام او یو مثبت حرکت ګڼل کیدلای شي؛ خو ټول مسایل په یوه وخت نه شي حل کولای:

"شک نشته چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مسایل دومره زیات او ژور دي چې؛ په یو وار خبرو نه شي حل کېدلای؛ خو دا ګام ټول مسایل تر سیوري لاندې کوي.

دا یو مهم پيل دی چې، ښايي د دواړو هیوادونو خلک د ډېرې مودې راهیسې ورته انتظار وو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تماسونو د پيل لپاره یوه ښه مقدمه ده."


ولسمشر حسن روحاني تر دې ټیلفوني تماس مخکې په خبرو کې امریکا ته د (ستر ولس) خطاب کړی وو چې د ایران د مخکني ولسمشر د څرګندونو سره نه لګیږي.

حسن روحاني تېره اونۍ په نیویارک کې اعلان وکړ چې؛ د اکټوبر په میاشت کې به د "ژنیوا" غونډې ته چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه جوړیږي، یو مکمل پلان وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG