د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

روحاني: د نړۍ ټول هېوادونه دې خپلې اټمي وسلې له مینځه یوسي


د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ټینګار وکړ چې؛ د نړۍ ټول هېوادونه باید خپلې اټمي وسلې له مینځه یوسي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته چې د اټمي بې وسلې کولو په اړه بحث په کې کېده وینا کوله.

ښاغلي روحاني وویل، د نړۍ هېڅ هېواد باید اټمي وسله ونه لري:

"هېڅ هېواد باید اټمي وسله ونه لري؛ ځکه چې د دې ناولې وسلې د درلودو لپاره هېڅ پاک لاس نشته."

روحاني چې هېواد یې د لویدیځ له خوا د اټمي وسلې د جوړولو په تور تورن دی پر اسراییلو هم غږ وکړ چې؛ خپلې اټمي وسلې دې د نړیوالې ټولنې کنټرول ته وسپاري:

"اسراییل، د سیمې یوازینی هېواد، چې د اټمي وسلې د نه پراختیا د تړون غړی نه دی باید سمدستي له دې تړون سره یوځای شي."

اسراییلو هېڅکله هم په رسمي ډول نه ده تایید کړې چې؛ اټمي وسله لري او ایران هم دا ادعاوې چې ګنې د اټمي پروګرام تر سیوري لاندې غواړي اټمي وسله جوړه کړي ردوي.

روحاني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ د ایران یو پلاوی د دې هېواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د لویدیځو هېوادونو له استازو سره د خبرو لپاره د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د تیارۍ په حال کې دی.

تېره شپه د ایران د بهرنیوچارو وزیر محمدجواد ظریف د امریکا، برتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني چې د پنځه جمع یو ډلې په نوم یادېږي د بهرنیوچارو له وزیرانو سره وکتل.

په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلاب راهیسې دا د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې لومړۍ کتنه ده.

ولسمشر روحاني همداراز ویلي چې؛ د ایران د اټمي پروګرام په اړه توافق د دریو او شپږو میاشتو ترمینځ ممکن دی. ده له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې؛ د ایران د اټمي پروګرام په اړه د توافق په برخه کې د ستر روحاني مشر آیت الله علي خامنه يي بشپړ ملاتړ ورسره دی.

له ایران سره د پنځه جمع یو د غونډې کوربه توب د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاټرین اشټن کوي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر محمدجوادظریف په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي؛ د ایران د اټمي لانجې د حل لپاره یو تاریخي فرصت برابر شوی، خو په دې شرط چې نړیوال قدرتونه د ایران له نوې تګلارې سره ځان برابر کړي.
XS
SM
MD
LG