د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې نن حسن روحاني د دې هیواد د نوی ولسمشر په توګه تایید کړ.
د ایران د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم دوې ورځې وخت نیسي چې مقدماتی برخه یې نن بيل شوه .
نوی ټاکل شوی جمهور ریس نن د دې هیواد له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایې سره وکتل تر څو د هغه تایید تر لاسه کړي.
دایران د اساسي قانون له مخې، هر هغه څوک چې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات ګټي د مذهبي مشر د تایید له ترلاسه کولو وروسته د خدمت لوړه کولای شي.
د ایران ستر مذهبي مشر به نن له حسن روحاني سره تر لیدو وروسته په ځانګړو مراسمو کې لنډه وینا وکړي.
حسن روحاني به سبا د دې هیواد د پارلمان په وړاندې د ولسمشرۍ لوړه کوي.
دې مراسمو ته د جمهور ریس حامد کرزي په شمول د سیمې د یو شمیر هیوادونو ولسمشران و مخور شخصیتونه ور بلل شوي دي.
په دې ډول به د ایران د نوي ولسمشر څلور کلنه دوره پيل شي او د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د کار اته کلنه دوره به رسما پاي ته ورسیږي.
د محمود احمدي نژاد حکومت د تهران د اټمي پروګرام په اړه د جنجال په خاطر په تیرو اتوکلونو کې په دوامدار ډول د نړیوالو تر فشار لاندې وو، د ملګروملتونو د سازمان او اروپايي اتحادیې لخوا وخت په وخت بندیزونه پرې لګول کیدل او په ایرانیانو کې یې هم محبوبیت تر یوه حده بایللی وو.
نوی ولسمشر حسن روحاني څلور شپيته کلن دی او د ایران د ټولنې په مذهبي کړیو کې پيژندل شوې څيره ده .
دی به د ایران د اسلامي جمهوري اووم ولسمشر وي.
دی د ایران د رژیم له خپلو کړیو دی او د جون په میاشت کې یې په ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو ملاتړ هم خپل کړی وو .
رویټرز خبري اژآنس وايي، د جون په میاشت کې د ایران د جمهوري ریاست لپاره د روحاني بریالي کیدو دا هیلې پيدا کړې چې ښايي د دې هیواد د اټمي پروګرام په اړه لانجې ته د مذاکرو له لارې حل پيدا شي او په منځني ختیځ کې به د یوې نوې جګړې د امکان مخنیوی وکړی.
د رویټرز په حواله ، حسن روحاني به د جمهوري ریاست په دوره کې له سترو ستونزو سره مخامخ شي لکه انفلاسیون چې تیره میاشت یې اندازه ۴۲ فیصدو ته ورسیده .
نوی جمهور ریس باید خلکو ته زیات کارونه پيدا کړي، په دې هیواد کې د محافظه کارو ، منځ لارو او اصلاح غوښتونکو ترمنځ سیاسي اختلافات کم کړي.
د ایران د نوي ولسمشر لپاره به یوه بله ستونزمنه مسله د دې هیواد قانع کول وي تر څو د ده کابینې ته راییه ورکړي. دی به سبا تر لوړې وروسته پارلمان ته خپله کابینه ور وپيژني.