د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

پاکستان: د انتخاباتو ورځ هم له چاودنو خالي نه وه


پاکستان کې دنوي پارلمان او صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات، چې نن سهار پر اتو بجو پيل شوي له تشدد او خونړیو چاودنو سره سره دوام لري.

د انتخاباتي کمپاین د ورځو پشان نن هم په کراچۍ، مردان اوپيښور کې دملتپاله عوامي نیشنل ګوند پر دفترونو بمي چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې يې یوولس تنه ووژل شول او یوشمیر نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو دانتخاباتي مبارزو له پيل راهیسې په دغه ګوند پسې راخیستې او ترشلو ډيرې حملې و چاودنې يې پرې کړي.

د رای ورکونې په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او ګډون دتیرو انتخاباتو په نسبت زیاته ښکاري.

د رای ورکوونکیو د اسانتیا لپاره نژدې هر ګوند د رای ورکونې مرکزونو مخې ته خپل دفترونه پرانستي، د بیلابیلو ګوندونو دفترونه په یوه کتار کې خو د عوامي نیشنل ګوند هغه بیا له نورو نه لرې او ځانته جوړ شوي دي.

په پاکستان کې د انتخاباتو په ورځ هم چاودنه وشوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00
په دغسې یوه دفتر کې ددې ګوند غړیو ازادۍ راډيو ته وویل، چې داکاريې ددې لپاره کړی، چې دچاودنې او وسله وال برید په صورت کې دنورو ګوندونو غړي زیانمن نشي، خو هوډ يې څرګند کړ چې په هر صورت به په انتخاباتي سیالیو کې ګډون کوي:

« نه مو دعمران خان بیټ ماتولی شي، نه دنوازشریف زمری، نه دپيپلزګوند غشی او نه هم مذهبي ګوندونه، له پخوا راهیسې دا زموږ شعار دی، چې وطن یا کفن.

۲ – نیکونه و پلرونه مو دخدايي خدمتګار تحریک غړي وو، عوامي نیشنل ګوند دعدم تشدد فلسفې پيروان دي، موږ په خپله خاوره امن غواړو نن دهمدې مقصد لپاره راوتلي یو.

۳ – سرې جامې مو اغوستي ترهګر دې دا زموږ کفن وګڼي، په ډاګه ورته وایو چې په میدان ولاړ یو، نن د امن لارویانواو ترهګرو ترمنځ مقابله ده، نه له چا ویریږو او نه په شا کیدونکي یو، په هرحال به پر خپله خاوره امن راولو.«

دخیبر پښتونخوا اوسیدونکي دمرکزي پارلمان د۲۷۲ انتخابي څوکیو له ډلې د ۳۵ او دصوبايي اسامبلې د ۹۹ انتخابي څوکیو لپاره رای اچوي.

ننني انتخابات دپاکستان لپاره مهم بلل شوي، دپوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني سهار وختي په خپله پلرنۍ سیمه کې رای واچوله. دچارو څارونکیو دنوموړي د دې کارستاینه وکړه او هغه يې د دیموکراسي دبقا لپاره یو ښه زیری وباله.

که څه هم دتیرو انتخاباتو په نسبت داځل د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ښکاري، خو له دې هرڅه سره سره دتاوتریخوالي پيښو پرې خپل سیوری غوړولی دی.

د انتخاباتي مبارزو له پيل سره سم وسله والو طالبانو په پښتونخوا و کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند و متحده قومي تحریک پر مشرانو و کاندیدانو حملې پيل کړې، څو تنه دسرسړي او لسګونه غړي يې ورته ووژل.

دتاوتریخوالي پيښو له وجې دغو ګوندونو خپلې انتخاباتي مبارزې یواځې تر مطبوعاتي اعلانونوپورې محدودې کړې.

دچارو څارونکي په دې باور دي، چې د سیکولر و لیبرال ګوندونو شکست به پارلمان ته دسخت دریزو مذهبي ډلو او محافظه کارانو ورتګ لاره اواره کړي.

دڅيړونکیو په باور دغه کار به نه یواځې پاکستان بلکې په افغانستان و سیمه کې د تروریزم د ودې سبب شي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG