د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

پاکستان: د طالبانو له ګواښونو او حملو سره- سره انتخابات روان دي


د پاکستاني طالبانو له خوا له خونړيو بريدونو او ګواښونو سره- سره په دې هېواد کې ملي انتخابات روان دي.

نن تر رايې اچونې څو ساعته وروسته پوليسو وويل چې په بندري ښار کراچۍ کې لږ تر لږه لس کسان په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

چادونې ظاهراً د عوامي نيشنل ګوند دفترونه په نښه کړي دي. د تسنيم خالد په نامه يوې رايې ورکوونکې وويل داسې کس ته رايه ورکوي چې د هېواد په خير يې وي:

”هغه څوک چې راځي بايد د هېواد په خير وي، په هېواد کې حالات سم نه دي، الله تعالى دې يې ښه کړي“

د ازادۍ راډيو مشال څانګې راپو رورکړى چې په پېښور کې يوې بلې چاودنې هغه ښځې په نښه کړې، چې په انتخاباتو کې يې برخه اخيستله، په پېښه کې يو تن وژل شوى دى.

د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د کمپاين پر مهال تر ١٢٠ زيات کسان په بريدونو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG