د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د پاکستان په انتخاباتو کې ښايي سخت دريځي زياتې څوکې وګټي


په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو ګواښ کړی چې د هرډول بریدونو له لارې به د راتلونکو انتخاباتو مخه نیسي ،سیاسي کتونکي وايي ښايي مذهبې ډلې د شنبې ورځې په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټي.

اسامه بن لادن:

مولانا شجاع الملک یو له هغو سلګونو سخت دریځه اسلامپالو کاندیدانو څخه دی چې د مذهبي ډلو لخوا د پاکستان د راتلونکې شنبې ورځې انتخاباتو کاندید دى.

نوموړي په خپل کمپاین کې له طالبانو کلک ملاتړ کړی او د پاکستان حکومت يې غندلی چې ولې يې د القاعده له وژل شوي مشر اسامه بن لادن ساتنه ونه وکړه.

زیاتره کتونکي په دې باور دي چې مذهبي ډلې به د تیرو انتخاباتو په مقایسه دا ځل زیاتې څوکۍ وګټي.

دغو اټکلونو دا اندیښنه هم پیدا کړې چې په دې انتخاباتو کې د سخت دریځو مذهبي ډلو کامیابي به د پاکستان پر حالاتو چې لا دمخه په کې د تاوتریخوالي پراخه لړۍ دوام لري، مهم اغیز ولري.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس وايي په راتلونکو انتخاباتو کې د سخت دریځو بریالیتوب به د متحده ایالاتو لپاره چې غواړي د سخت دریځو وسله والو پر ضد مبارزه کې د پاکستان همکاري ولري، هم ستونزې راپورته کړي.

ویل کیږي چې د پاکستان سخت دریځې ډلې ددې هیواد د پوځ له ملاتړه او نژدې اړیکو څخه برخمنې دي او پوځ همیش له امریکا سره په اړیکو کې د لانجې پر مهال له دغو ډلو کار اخيستی دی.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوهې عایشې صدیقې اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي د پاکستان پوځ له هغه چا ملاتړ کوي چې په راتلونکې حکومت دوامداره فشار ولري چې له امریکا سره پر کومو مسئلو او په څه ډول خبرې وکړي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په وینا سخت دریځه مذهبي ډلې ښايي د پاکستان د پارلمان یوه زیاته اندازه څوکۍ وګټي او د دوى کامیابي به د راتلونکې حکومت پر کړو وړو اغیز ولري.

دغه راز کتونکي باور لري چې د شجاع الملک د جمعیت علما اسلام مذهبي ډله به د خیبرپښتونخوا په پارلمان کې هم د پام وړ شمیر څوکۍ ترلاسه کړي.

که څه هم چې د پاکستان د انتخاباتو کمیسون د مذهب په نوم انتخاباتي کمپاینونه منع کړي خو د دې هیواد مذهبي سیاسي ګوندونو د انتخاباتو د کمیسيون دا پریکړه په بشپړه توګه له پامه غورځولې ده.

کعبه شريفه:

د پاکستان د جمعیت اسلامي ډلې د خپل کمپاین پر مهال د کعبې شریفې یو موډل جوړ کړې او د خپلو غونډو پر مهال يې په یوې لارۍ کې ګرځوي.

د پاکستان د ۲۰۰۸ م کال په انتخاباتو کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماې اسلام ډلې د پارلمان له ۳۴۲ څوکیو څخه یوازې اته څوکې ګټلې وې خو کتونکي په دې باور دي چې دا مذهبي ډله به د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د تیر ځل په مقایسه زیاتې څوکې خپلې کړي.
XS
SM
MD
LG