افغانستان که څه هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې خبریال په کې له امنیتي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو له دې شرایطو سره سره د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه ژورنالستانو رول د پام وړ بلل کېږي.
یو دیرش کلنه شکېلا ابراهیم خیل یوه له دغو څخه ده، چې هم د درېیو بچېانو سرپرستي پرغاړه لري او هم خپل ژورنالستي فعالیت پرمخ بیايي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د خبریالانو لپاره په کې کار کول خطرناک بلل کېږي، خو شکېلا ابراهیم خیل وايي ژوند یوه مبارزه ده چې باید پر مخ یوړل شي.
یو دیرش کلنه شکېلا چې د طلوع په نوم یوه خصوصي ټلویزیون سره له اوو کلونو راهیسې کې کار کوي وایي، چې ډیر کله د کار پر مهال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي، خو دا بیا هم خپل کار په سمه توګه مخ ته وړي.
میرمن ابراهیم خیل له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې وویل:
"زما شعار تل دا وو چې د ژوند دویم نوم مبارزه ده، کله مې چې کار کاوه نو ټول کور مې یوې خواته پريښی وو او کار بلې خوا ته.
هو په دې اوو کلونو کې مې چې څومره توان درلوده هڅه وکړه څو مادیات له پامه وغورځوم او د خپل کار معنوي برخې ته مې ډیره پاملرنه کوله."
شکېلا وايي، چې په اوولس کلنۍ کې یې واده کړی او اوس درې بچېان یعنې دوه زامن او یوه لور لري، خو کله یې چې د خپل میړه وویل چې مړ شوی نو له ورایه ښکاریده چې زړه یې ډیر ودردیده.
د شکېلا خاوند له نن نه دولس کاله مخکې په هیواد کې د کورنیو جګړو پر مهال ووژل شو او خپله میرمن یې له ماشومانو سره یواځې پریښودل.
میرمن ابراهیم خیل وایي چې د پوهنتون له دورې یې له کار کولو په خاصه توګه رسنیو سره ډیره علاقه درلوده، چې همدې علاقې تر دې ځایه رسولې ده.
شکېلا اوه کاله مخکې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي نه فارغه او د خبریالې په توګه یې خپله دنده پیل کړه.
هغه وایي د دې اوو کلونو په موده کې یې ګڼ شمیر ستونزې ګاللي، حتې ګواښونه ورته شوي :
"په خپل کار کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوم، اول د کورنی او بیا د ځینو حکومتي چارواکو لخوا ګواښونه راته کېدل.
نا امني بله ستونزه ده چې یواځې ما نه بلکې ټول خلک او ټول خبریالان ځوروي.
ماته حتې د ځان ګواښنه شوې، خو زما شعار تل دا وو چې که زما د سر په بیه هم وي نو زه خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.
سره له دې چې تل مې کورنی او ماشومان راته وایي چې مورې که ته ونه اوسې نو مونږ به څه کوو، خو زه ورته وایم چې خیر خدای ج مهربانه ده خدای ج خو درسره شته".
شکېلا وایي، د ماشومانو په را لویولو کې یې هم د نورو افغانو میندو په څیر ډیرې ستونزې ګاللي دي.
هغه وایي کله یې چې میړه مړ شو نو بیرته د خپل پلار کور ته لاړه، او هلته یې هم بیرته کار کول پیل کړل.
شکېلا وایي چې اوس یې بچېان لوی شوي، سهار هغوی ته چای تیاروي بیا یې نیا ته پریږدي او دا خپلې دندې ته ځي:
"تل هڅه کوم چې ماشومان مې رانه لیرې وي ځکه چې ډیر کله خلک راته وایي چې ښايي ځینې خلک دې د ماشومانو په خاطر هم ګواښونه درته وکړي.
خو بیا هم زه خپل ماشومان خدای ته سپارم او خپل کار ته ځم او خدای دی تل د هغوی ساتونکې اوسي."
د میرمن ابراهیم خیل دکارونو او عادتونو په هکله مې د هغې له همکار سید فاروق سادات نه وپوښتل.
سید فاروق وایي چې شکېلا تل هڅه کوي پخپل کار کې بریالۍ او تر ټولو مخکې واوسي.
د هغه په خبره د شکېلا عاطفي موضوعات ډیر خوښیږي چې په اړه یې راپورونه او مطالب برابر کړي کله کله چې په دارنګه مسایلو کار کوي نو له سترګو یې اوښکې ځي:
"ډیره زحمت کشه او ډیره کاریګره ښځه ده، یو ډير ښه عادت یې داده چې په رخصتي او نورو خبرو پسې نه ګرځي، سره له دې چې کورنی او ماشومان لري خو تل هڅه کوي چې خپل کارونه په سمه توګه وکړي.
تل هڅه کوي داسې رپوټونه جوړ کړي چې د هیچا پام نه وي ورته.
ډیر په عاطفي رپوټونو کار کوي خو تر نورو خلکو بیا خپله ډیر ورته ژاړي."
شکېلا ابراهیم خیل له ټولو افغان میرمنو په خاصه توګه خبریالانو وغوښتل چې تل هڅه کړي خپل کار کې بریالۍ اوسي، او تل په هیواد کې له شته ستونزو سره مبارزه وکړي.
په افغانستان کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ پداسې حال کې نمانځل کېږی چې دا هیواد د نړۍ د هغو هیوادونو له ډلې څخه ګڼل کېږي چې خبریالان په خاصه توګه ښځینه خبریالانې پکې له ګڼ شمیر خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.
یو شمیر افغانې ښځینه خبریالانې وایي چې پدې برخه کې کار کول ورته له ستونزو ډک دی خو دوی بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې له خبریالانو څخه د ملاتړ یا نۍ ادارې مسوولین وايي چې په افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې شپږ دیرش تنه خبریالان وژل شوي چې دولس یې بهرنیان وو.
جمیله ظریف