د ایران د اټومي پروګرام پخواني مرکچي حسن روحاني د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد د جون میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به سیالۍ ته ودرېږي.
روحاني د خپلې کاندیداتورۍ د اعلان پرمهال پر ولسمشر محمود احمدي نژاد تور ولګاوه چې ایران یې بې له کومې اړتیا له بندیزونو سره مخامخ کړ. ایراني رسنیو د روحاني له قوله په راپورونو کې لیکلي دي چې وايي، دی ځکه رامخې ته شوی چې د ایران اقتصاد وژغوري او د معرفت او امېد د حکومتدارۍ له لارې له نړۍ سره رغنده اړیکي ټینګ کړي.
روحاني چې یو دیني عالم دی، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کاله د ایران د اټومي پروګرام په اړه له فرانسې، جرمني او برتانیا سره د خبرو جګپوړی مسوول مقام و. نوموړي په ۲۰۰۵ کال کې د احمدي نژاد له بریالیتوب وروسته استعفی وکړه.
د ایران د قوانینو له مخې احمدي نژاد چې دوه دورې یې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې نشي کولای په راروانو انتخاباتو کې ځان بیا کاندید کړي.