ایراني چارواکې وایي، د بوشهر اټمي تاسیساتو ته د ریختر په مقیاس د ۶ اعشاریه درې درجو زلزلې له امله زیان نه دی اوښتی.
چارواکي وایي، د سې شنبې د ورځې په زلزلې کې چې د دشتې سېمې د استوګنې کورونه یي ویجاړ کړل، لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او شاوخوا ۸۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د بوشهر والي فریدون حسن وند وایي، د روسیې په مرسته جوړو شوېو اټمي تاسیساتو ته زیان نه دی رسیدلی.
د روسیې اتومو سترویو ایکسپورت کمپنۍ هم ویلي، چې د بوشهر اټمي تاسیساتو ته د زلزلې له امله زیان نه دی اوښتی.
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې موسسه هم وایي، چې ایران دوي ته ویلې، اټمې تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او د راډیو اکټیف غازونو د خپریدو خطر یي نشته.