د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

د ايران پر اټومي پروګرام نن هم په الماتې کې خبرې کېږي


ايران او شپږو نړيوالو قدرتونو په الماتې کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو اترو دويمه ورځ پيل کړه.

داسې اټکل کېږي چې په دغو خبرو اترو کې به ډېر مهم پرمختګ ونه شي. د ايران اټومي پروګرام چې تر يوې لسيزې زياته موده يې پر سر لانجه روانه ده، اندېښنې پارولي چې ښايي دا کړکېچ منځني ختيځ ته لمن وغزوي.

شپږ قدرتونه لکه: امريکا، روسيه، چين، فرانسه، بريتانيا او جرمني چې پنځه جمع يو هم ورته وايي، له ايران سره په تېرو پنځو اوونيو کې د دويمې ورځې لپاره په الماتې کې په خبرو کې بوخت دي.

په فبرورۍ کې په لومړۍ کتنه کې پنځه جمع يو قدرتونو ويلي وو که چېرې تهران موافقه وکړي، چې په لوړه کچه د غني شويو يورانيمو توليد وځنډوي، دوى به ورباندې وضع شوي ځينې اقتصادي بنديزونه نرم کړي.

د جمعې په ورځ په الماتې کې، د ايران مرستيال مرکچي علي باقري دا ونه ويل چې د شپږو قدرتونو پېشنهاد ورته د منلو وړ دى که څنګه، خو زياته يې کړه، ايراني لوري ټولو پوښـتنو ته مفصل ځوابونه ويلي دي:

”د شپږو هېوادونو استازو په سهارنۍ غونډه کې د ايران د پېشنهادي محورونو په اړه خپلې پوښتنې او ابهامونه ارائه کړل، [د ايران د اټومي انرژۍ مشر مرکچي] ښاغلي جليلي د دوى ټولو پوښتنو ته په تفصيل سره ځوابونه وويل“

ځينو لوېديځو ډيپلوماتانو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، لوېديځو رسنيو ته ويلي چې د لوېديځ پېشنهاد ته د ايران د ځواب په ويلو کې د ناکامۍ له کبله دوى ”حيران“ شوي دي.

که څه هم پر اټومي مسايلو د روسيې مرکچي او د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي رېبکوف وويل، تهران په دغو خبرو اترو کې يو څه جديت ښوولى دى.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې اسرائيل خبردارى ورکړى، که چېرې ډيپلوماسي او بنديزونه د ايران د اټومي پرمختګ مخه ونه نيسي، ښايي د ايران پر اټومي تاسيساتو بمباري وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ٢٠٠٦م کال اړوندو څو پرېکړه ليکونو کې له ايران څخه غوښتي چې د يورانيمو د غني کولو چارې ودروي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاترين اشټون ويلي، روانو خبرو ته په متحاطانه ډول خوشبينه ده.

ايران لکه څنګه چې لوېديځ ادعا کوي، د اټومي وسلو په جوړولو کې وروستي پرمختګونه ردوي او وايي اټومي پروګرام يې يوازې د انرژۍ د توليد او طبي څېړنو لپاره دى.
XS
SM
MD
LG