د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۸

"نړېوال قدرتونه دې د یورانیمو د غني کولو لپاره د ایران حق ومني"


د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د ایران او د لویویځ د لویو قدرتونو ترمینځ د خبرو نوې دوره نن د قزاقستان په الماتي ښار کې پیلېږي.

په داسې حال کې چې دې ډول خبرو له دې مخکې کومه نتیجه نه ده ورکړي د ایران جګپوړي مرکچي پرون وویل چې د ایران لپاره د یورانیمو د غني کولو د حق په منلو سره دا خبرې پرمختګ کولای شي، خو څارونکي په دې باور دي چې د لویدیځ لپاره د ایران د دې غوښتنې منل له امکان لیرې ښکاري.

د ایران جګپوړي مرکچي سعید جلیلي ویلي، چې نړېوال قدرتونه باید د یورانیمو د غني کولو لپاره د ده د هېواد حق ومني څو دا خبرې نتیجه ورکړي. جلیلي دا څرګندونې پرون د قزاقستان په الماتي ښار کې د ایران او شپږو لویدیځو قدرتونو د خبرو په درشل کې وکړې.

نوموړي وویل، ایران به په راروانه جون میاشت کې د دې هېواد د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د یورانیمو د غني کولو په برخه کې له خپل حق څخه په زیاتې سختۍ سره دفاع وکړي.

جلیلي د الماتي په پوهنتون کې یوې غونډې ته په وینا کې په دې اړه خبرې کولې چې د خبرواترو د پرمختګ لپاره باید څه وشي:

(موږ فکر کوو په هغو خبرو کې چې سبا یې موږ له دوی سره لرو یوه کلمه کولای شي چې دا لاره پرانیزي او هغه د ایران د ملت حق او په تېره د یورانیمو د غني کول د حق منل دي.)

د الماتي په غونډه کې چې نن او سبا جوړېږي، د امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیا او جرمني په استازیتوب د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن له ایراني چارواکو سره خبرې کوي.

مېرمن اشټن د چارشنبې په ورځ، ترکیې ته د سفر پرمهال د دې خبرواترو په اړه په احتیاط سره خوشبینې وښوده خو ویې ویل، ایران باید د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د نړۍ قدرتونه شک لري چې ښايي ایران به له خپل اټومي پروګرام څخه د وسلو په جوړولو کې کار واخلي نو له امکانه لیرې ښکاري چې دوی به د ایران دا غوښتنې چې باید د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شي او بندیزونه ترې لیرې شي، ومني.

تهران دا ادعاوې چې ګنې د اټومي وسلې د جوړولو نیت لري، رد کړي او وايي چې له اټومي انرژۍ څخه د برېښنا او درملو د تولید لپاره کار اخلي.

د الماتي نننۍ غونډه د هغو مخکینیو غونډو په دوام جوړېږي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په پای کې په همدې ښار کې جوړه شوې وه.

څارونکي په دې باور دي چې د ایران د جون د میاشتې له انتخاباتو مخکې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه په خبرواترو کې د کوم مهم بدلون تمه نه لیدل کېږي، خو داسې ښکاري چې د اسراییلو دې ژمنه چې ویلي و د اټومي وسلې د جوړولو لپاره د ایران د هڅو په وړاندې به بې تفاوته پاتې نشي، د خبرواترو هڅې ګړندۍ کړې.

اسراییلو ګواښ کړی چې که ایران د ډيپلوماتیکو هڅو او بندیزونو له لارې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس وانخلي، نو د دې هېواد اټومي تاسیسات به بمباري کړي.
XS
SM
MD
LG