د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران د اټمي لانجې د دیپلوماتیک حل لپاره روانې هڅې به ترنامعلوم وخت پورې دوام ونه کړي.
جان کري چې د خلیج له عربي هېوادونو څخه په کتنه بوخت دی، پرون د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې وویل، که چیرته ایران د خپلې اټمي لانجې په اړه جدي خبرو اترو ته چمتو وي نو په هغې صورت کې بیا د دې شخړې د حل لپاره کافي وخت موجود دی:
"په اوس وخت کې زموږ لومړنۍ او بیړنۍ تمرکز د ایران د اټمي پروګرام پر سر دی .
دا ټولې سیمې او په حقیقت کې ټولې نړۍ ته د اټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي په ارتباط یو ګواښ دی.
نو په همدې خاطر لومړنۍ تمرکز مو پر همدې دی.له ایران سره د خبرو دوام به یوازې د خبرو لپاره نه وي."
په همدې حال کې د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر یوکیا امانو هم پر ایران غږ کړی، چې په قصدي ډول د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرې اترې نه اوږدوي.
نوموړي ویلي، خبرې اترې باید نتیجه ولري ځکه چې وخت هم مهم دی.
د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ تیره اونۍ په قزاقستان کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسیدې.
د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې پرون وویل، ایران باید د دې شکونو د لیرې کولو لپاره ګام واخلي، چې ویل کیږي دا هېواد د اټمي وسلو د جوړولو په لټه کې دی.
ایران ټینګار کوي، چې اټمي پروګرام يې سوله ییز دی او پر دې هېواد له دې امله لګول شوي بندیزونه یوازې د ایران عام وګړي زیانمنوي.